ads

په غزني كې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په نښته كې پنځه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته وويل، دا پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د دې ولايت د اندړو ولسوالۍ په “کُنصِف” سيمه كې […]

نویسنده: TKG
3 چنګاښ 1395
په غزني كې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په نښته كې پنځه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته وويل، دا پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د دې ولايت د اندړو ولسوالۍ په “کُنصِف” سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د امنيتي ځواكونو پر امنيتي پوستو بريد وكړ.

د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په نښته كې پنځه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته وويل، دا پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د دې ولايت د اندړو ولسوالۍ په “كنصِف” سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د امنيتي ځواكونو پر امنيتي پوستو بريد وكړ.
د سالنګې په خبره په دې نښته كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. دى وايي، په نښته كې امنيتي ځواكونو ته تلفات نه دي اوښتي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA