ads

چين كې بيا د سيلابونو له كبله د ناورين وېره زياته شوې

په وروستۍ يوه اونۍ کې د سېلابونو له كبله په چين کې د تلفاتو د کچې لوړېدو سره يو ځل بيا د چين هوا پېژندنې ادارې د سېلاب ځپلو سيمو خلکو ته خبردارى ورکړى، چې ياد طبيعي ناورين به دوام وکړي.د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، په تېره يوه اونۍ کې د چين […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1395
چين كې بيا د سيلابونو له كبله د ناورين وېره زياته شوې

په وروستۍ يوه اونۍ کې د سېلابونو له كبله په چين کې د تلفاتو د کچې لوړېدو سره يو ځل بيا د چين هوا پېژندنې ادارې د سېلاب ځپلو سيمو خلکو ته خبردارى ورکړى، چې ياد طبيعي ناورين به دوام وکړي.
د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، په تېره يوه اونۍ کې د چين يو شمېر سيمو په ځانګړي ډول جيانګ شي ولايت کې د سختو بارانونو له كبله په راوتلو سېلابونو کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د چين هوا پېژندنې ادارې پرون يو ځل بيا خبردارى ورکړ، چې راتلونکې دوه ورځې به نور هم په ځپل شوو سيمو کې سخت باران وورېږي، چې له كبله يې د سختو سېلابونو د راوتلو وېره څرګنده کړې ده. په وروستۍ يوه اونۍ کې د سېلابونو له كبله په چين کې د تلفاتو د کچې لوړېدو سره يو ځل بيا د چين هوا پېژندنې ادارې د سېلاب ځپلو سيمو خلکو ته خبردارى ورکړى، چې ياد طبيعي ناورين به دوام وکړي.
د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، په تېره يوه اونۍ کې د چين يو شمېر سيمو په ځانګړي ډول جيانګ شي ولايت کې د سختو بارانونو له كبله په راوتلو سېلابونو کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د چين هوا پېژندنې ادارې پرون يو ځل بيا خبردارى ورکړ، چې راتلونکې دوه ورځې به نور هم په ځپل شوو سيمو کې سخت باران وورېږي، چې له كبله يې د سختو سېلابونو د راوتلو وېره څرګنده کړې ده.
چينايي چارواکو اټکل کړى، چې ښايي باران سره د تېز طوفاني باد له كبله تلفات هم رامنځته شي.
د چين هوا پېژندنې ادارې چارواکو زياته کړې، چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې د دغه هېواد په ختيځو سيمو کې د سېلابونو له كبله ۱۵ تنه تري تم شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA