په هلمند كې د ملي اردو ځواكونه وايي، د ګرشك په لويه لار د وسله والو لخوا د تښتول شويو مساپرو له ډلې يې ۲۳ تنه د عملياتو په ترڅ كې راخوشې كړي دي.
چارواكي وايي، پرون سه شنبه د ګرشك ولسوالۍ مهاجر بازار سيمه كې طالبانو د سورليو يو ۴۰۴ ډوله بس او دوه ټيلر موټر له سړكه تاو كړي او د سورليو د موټر ۴۷ تنه مساپر يې نامعلوم لوري ته له ځان سره وړي وو.
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې يې ۱۸ تنه په لومړيو كې خوشې شول خو ۲۳ تنه نور بيا د ملي اردو د عملياتو په ترڅ كې د طالبانو له منګولو راخوشې شوي دي.

د ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، د دوى شپږم كنډك د درېيمې لوا ځواكونو د ګرشك ولسوالۍ د سپين مسجد په سيمه كې د دغو ملكيانو د راخوشې كولو لپاره عمليات كړي چې په پايله كې يې راخوشې شوي ۲۳ تنه ولسي وګړي د ګرشك امنيه قومندانۍ ته سپارل شوي دي.
سرچينه كاږي دا مهال د ۴۷ تښتول شويو كسانو له دلې يوازې ۶ تنه د طالبانو په ولكه كې پاتې دي او ملي ځواكونو هڅه كوي چې دا كسان هم د وسله والو له منګولو وژغوري.
د وسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي، دوى پرون ۲۰ تنه خوشې كړي دي خو شپږ تنه لا هم دوى سره تر څېړنو لاندې دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ