په ننګرهار کې هغه ښځې چې په ډېر زيار سره يې د حرفوي زده کړو کورسونه لوستي او په وړو حرفوي کارونو بوختې دي، د خپلو لاسي صنایعو د پلور لپاره د مناسب ځای له نشتوالي څخه شکایت کوي.
دغه ښځې وايي، د کار ثمره یې یوازې همدومره ده چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي، خو که ورته د بازار زمینه برابره شي، نو له یوې خوا به یې د پردیو کلتورونو مخه نیولې وي او له بلې خوا به د دوی اقتصادي ستونزې هم ورسره حل شوې وي.
څانګه هغه ښځه ده چې د خیاطۍ په برخه کې يې زده کړې کړي او اوس په همدې مسلك مصروفه ده. هغه وايي: “لومړی مې کار ښه و، خو اوس مې ځکه ستونزې ډېرې دي چې هم مې خاوند بې روزګاره شوی او هم زما کارونه کم شوي دي.” په ننګرهار کې هغه ښځې چې په ډېر زيار سره يې د حرفوي زده کړو کورسونه لوستي او په وړو حرفوي کارونو بوختې دي، د خپلو لاسي صنایعو د پلور لپاره د مناسب ځای له نشتوالي څخه شکایت کوي.
دغه ښځې وايي، د کار ثمره یې یوازې همدومره ده چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي، خو که ورته د بازار زمینه برابره شي، نو له یوې خوا به یې د پردیو کلتورونو مخه نیولې وي او له بلې خوا به د دوی اقتصادي ستونزې هم ورسره حل شوې وي.
څانګه هغه ښځه ده چې د خیاطۍ په برخه کې يې زده کړې کړي او اوس په همدې مسلك مصروفه ده. هغه وايي: “لومړی مې کار ښه و، خو اوس مې ځکه ستونزې ډېرې دي چې هم مې خاوند بې روزګاره شوی او هم زما کارونه کم شوي دي.”
دې سره شبانه هم راته په خپلو خبرو کې وایي، په کابل کې د ښځو لپاره دا امكانات شته چې په اسانۍ ښار ته لاړې شي او سودا وکړي، خو په ننګرهار کې دا امكانات محدود دي او د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره داسې کوم ځای نه دی جلا شوی.
هغې زیاته کړه: “که جلال اباد ښار کې هم ورته یو مرکز جوړ شي، نو له یوې خوا به ښځو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به ښځې په ډاډه زړه د خپلې اړتیا وړ توكي پخپله اخلي.” عایشه او مینه بیا په دې برخه کې له دولت نه ګيله لري او په وينا يې که ښځو ته پاملرنه وشي، نو هغه څه چې د دوی زده دي، په اسانۍ سره به یې خلکو ته وړاندې کړي. عایشه وايي: “ښځو ته د یو ځانګړي مارکېټ جوړېدل به له یوې خوا د دوی اقتصاد پیاوړی کړي او له بل پلوه به د هېواد کورنی تولید هم غښتلی شوی وي.”
دغه راز مینه وايي: “دولت په دې برخه کې ښځو ته هېڅ توجه نه ده کړې.”
خو د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شېرزاد بیا دا خبره ردوي او وایي چې دوی ښځینه او نارینه وو ته هم په دولتي برخو کې او هم د حرفوي زده کړو په برخه کې زده کړه ورکوي او بېرته ورته د کار زمینه هم برابروي.
هغه زیاته کړه: “موږ هم ښځینه او هم نارینه وو ته د خپلې وسې او امکاناتو مطابق د کاري ظرفیتونو د لوړاوي او کاري زمینه سازۍ په برخه کې کار کوو.”
که څه هم په افغاني ټولنه کې د کلتوري محدودیتونو له كبله ډېری ښځې حق نه لري چې پرته د کور له کارونو نورې چارې مخته یوسي، خو داسې ډېرې کورنۍ شته چې ښځو ته یې له كوره بهر د کار كولو اجازه ورکړې، ستونزه دا ده چې د دولت له خوا ورته داسې زمینه نه ده برابره شوې چې کار وکړي.
کارپوهان په دې باور دي چې که ښځو ته د کار زمینه برابره شي، نو د خپلو وړو وړو کارونو په مټ کولاى شي د خپلې کورنۍ او هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.


