د مصر يوې محکمې سعودي عربستان ته د لانجمنو ټاپوګانو د ورکړې پرېکړه بې اساسه بللې او هغه يې رد کړې ده.
ياده پرېکړه د قاهرې د يوې محکمې قاضي يحيى الدکروري په پرونۍ ناسته کې کړې ده.
په پرېکړه کې ويل شوي، چې د تيران او صنافير جزيرې د مصر سترګې دي او هېڅکله به هم د سعودي عربستان مالکيت و نه شمېرل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د روان کال اپرېل مياشت کې مصر ته د رسمي سفر په مهال مصري چارواکو سره د يادو ټاپوګانو د ترلاسه کولو هوکړه لاسليک کړې وه. د مصر يوې محکمې سعودي عربستان ته د لانجمنو ټاپوګانو د ورکړې پرېکړه بې اساسه بللې او هغه يې رد کړې ده.
ياده پرېکړه د قاهرې د يوې محکمې قاضي يحيى الدکروري په پرونۍ ناسته کې کړې ده.
په پرېکړه کې ويل شوي، چې د تيران او صنافير جزيرې د مصر سترګې دي او هېڅکله به هم د سعودي عربستان مالکيت و نه شمېرل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د روان کال اپرېل مياشت کې مصر ته د رسمي سفر په مهال مصري چارواکو سره د يادو ټاپوګانو د ترلاسه کولو هوکړه لاسليک کړې وه.
تراوسه سعودي عربستان د مصر د تازه پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.


