ads

د هرات امنيه قومندان: په يوه مياشت كې ۳۸ وسله وال مړه او ۱۶۱ نور بېلا بېل مجرمين نيول شوي

د هرات پوليس وايي، په تېره يوه مياشت كې له افغان ځواكونو سره په نښتو كې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او په مختلفو عملياتو كې ۱۶۱ نور كسان د بېلابېلو جرمونو له كبله نيول شوي دي. د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي نن په دغه ولايت كې خبري كنفرانس ته وويل، تېره […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1395
د هرات امنيه قومندان: په يوه مياشت كې ۳۸ وسله وال مړه او ۱۶۱ نور بېلا بېل مجرمين نيول شوي

د هرات پوليس وايي، په تېره يوه مياشت كې له افغان ځواكونو سره په نښتو كې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او په مختلفو عملياتو كې ۱۶۱ نور كسان د بېلابېلو جرمونو له كبله نيول شوي دي.
د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي نن په دغه ولايت كې خبري كنفرانس ته وويل، تېره مياشت د هرات له پوليسو سره په جګړه كې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ ټيپان شوي او ۴ تنه نور د افغان ځواكونو د عملياتو پر مهال نيول شوي دي. د هرات پوليس وايي، په تېره يوه مياشت كې له افغان ځواكونو سره په نښتو كې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او په مختلفو عملياتو كې ۱۶۱ نور كسان د بېلابېلو جرمونو له كبله نيول شوي دي.
د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي نن په دغه ولايت كې خبري كنفرانس ته وويل، تېره مياشت د هرات له پوليسو سره په جګړه كې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ ټيپان شوي او ۴ تنه نور د افغان ځواكونو د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
نوموړي همدا راز د تررور، تښتونې، قتل او مخدره توكو د قاچاق په تور د ۱۶۱ نورو كسانو د نيول كېدو خبر هم وركړ او زياته يې كړه د دغو نيول شويو ټولو كسانو دوسيې عدلي- قضايي ارګانونو ته استول شوې دي: (( همدا راز د پوليسو د هڅو په لړ كې ۱۷ كېلو ګرامه مخدره توكي او لسګونه ميله وسلې نيول شوې دي، تېره مياشت په هرات كې پوليسو ۷ حلقې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم كشف او خنثى كړي دي.))
نوموړي په دې وروستيو كې په هرات كې د ځوانانو تر منځ د فزيكي شخړو او پر چاكو ګانو د يو بل وهلو پېښې هم زياتې وښودې چې په وينا يې د ځوانانو تر منځ د وړو وړو شخړو له كبله راپورته كېږي، خو مجيد روزي ګواښ وكړ چې د دغه ډول پېښو  عاملينو سره به جدي قانوني چلند وكړي.
بايد وويل شي چې په هرات حوزوي روغتون كې په تېرو لسو ورځو كې هرات كې د ځوانانو لخو پر چاكوګانو د يو بل وهلو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي.  په دې كې يوه پېښه حتى د يو ځوان په مړينه هم تمامه شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA