ads

د كندوز د تېلو سوداګر، كه كليو ته د تېلو وړلو اجازه رانه كړئ، خپل كاروبار پرېږدو

د كندوز ولایت د تېلو  سيمه ييز سوداګر وايي، امنیتي ځواکونو ورباندې کلیو او ولسوالیو ته د تېلو په وړلو باندې بندیز لګولی او نه یې پریدي چې د ښار اړونده نا امنه سیمو او ولسوالیو ته د خرڅلاو لپاره تېل یوسي.دغه تجاران چې د كندوز ولایتي شورا ته د خپلو ستونزو د حل په […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1395
د كندوز د تېلو سوداګر، كه كليو ته د تېلو وړلو اجازه رانه كړئ، خپل كاروبار پرېږدو

د كندوز ولایت د تېلو  سيمه ييز سوداګر وايي، امنیتي ځواکونو ورباندې کلیو او ولسوالیو ته د تېلو په وړلو باندې بندیز لګولی او نه یې پریدي چې د ښار اړونده نا امنه سیمو او ولسوالیو ته د خرڅلاو لپاره تېل یوسي.
دغه تجاران چې د كندوز ولایتي شورا ته د خپلو ستونزو د حل په موخه راغلي وو، له دولت څخه یې په کلکه غوښتنه کوله چې باید د تجارانو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي که نه دوی به خپل سيمه ييز تجارت ته په كندوز کې د پای ټکى کیږدي.
د تېلو دغه تجاران وايي، د دوی د تېلو په ټانكونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا پوستې جوړې شوي دي چې د جنګ په جریان کې دوی ته تل ډېر تاوان ور اوړي. د كندوز ولایت د تېلو  سيمه ييز سوداګر وايي، امنیتي ځواکونو ورباندې کلیو او ولسوالیو ته د تېلو په وړلو باندې بندیز لګولی او نه یې پریدي چې د ښار اړونده نا امنه سیمو او ولسوالیو ته د خرڅلاو لپاره تېل یوسي.
دغه تجاران چې د كندوز ولایتي شورا ته د خپلو ستونزو د حل په موخه راغلي وو، له دولت څخه یې په کلکه غوښتنه کوله چې باید د تجارانو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي که نه دوی به خپل سيمه ييز تجارت ته په كندوز کې د پای ټکى کیږدي.
د تېلو دغه تجاران وايي، د دوی د تېلو په ټانكونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا پوستې جوړې شوي دي چې د جنګ په جریان کې دوی ته تل ډېر تاوان ور اوړي.
د كندوز ولایتي شورا رئیس  محمد یوسف ایوبی یادې ستونزې مني او وایي چې په وار- وار سره یې یادې ستونزې له ځايي چارواکو سره شریکې کړي دي خو تر دی دمه ورته هیڅ توجه نه ده شوې.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وایي، د تېلو په محلي تجارانو یې ځکه ولسوالیو او کلیو ته د تېلو په وړلو بندیز لګولی دی چې دوی خپل تېل په وسله والو طالبانو باندې پلوري.
کامه وال د تجارانو دغه ادعا ردوي چې ګواکی امنیتي ځواکونو دې د تېلو په ټانكونو کې پوستې جوړې کړی وي.
د كندوز ولایت د تېلو محلي تجاران په داسې حال کې د خپل تجارت د ودرولو ګواښ کوي چې له دې وړاندی د كندوز ولایت د سوداګرۍ خونې ویلي وو، د جګړو او نا امنیو له کبله د كندوز په محلي تجارت کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA