د كاپيسا پوليسو د مارشال په نوم د غلو د يوې مشهورې ډلې مشر چې په وژنو او وسله والو نښتو كې يې هم لاس درلود، نيولى دى.
د كاپيسا امنيه قومندان جنرال احمد فهيم قايم كليد ته وويل، مارشال له تېرو دريو كلونو راهيسې د شپې له مخې ګڼ كسان وژلي، كورونه او دوكانونه يې لوټ كړي او څو ځله د سيمې له خلكو او پوليسو سره په وسله والو نښتو كې هم ښكېل شوى دى، مګر اوس پخپله مارشال له يو بل ملګري سره يو ځاى د پوليسو لخوا نيول شوي دي.
قايم زياته كړه، له دواړو سره وسلې هم نيول شوې دي. د كاپيسا پوليسو د مارشال په نوم د غلو د يوې مشهورې ډلې مشر چې په وژنو او وسله والو نښتو كې يې هم لاس درلود، نيولى دى.
د كاپيسا امنيه قومندان جنرال احمد فهيم قايم كليد ته وويل، مارشال له تېرو دريو كلونو راهيسې د شپې له مخې ګڼ كسان وژلي، كورونه او دوكانونه يې لوټ كړي او څو ځله د سيمې له خلكو او پوليسو سره په وسله والو نښتو كې هم ښكېل شوى دى، مګر اوس پخپله مارشال له يو بل ملګري سره يو ځاى د پوليسو لخوا نيول شوي دي.
قايم زياته كړه، له دواړو سره وسلې هم نيول شوې دي: (( همدا روانه اوونۍ په نو اباد كې د غلو همدې ډلې پوليسو سره نښته لرله چې د يو پوليس په ګډون څلور كسان په كې ټپيان شول، امنيه قومندانۍ د دغې ډلې پر ضد ځانګړي عمليات وكړل چې په ترڅ كې يې له مارشال سره د هغه يو ساتونكى هم نيول شوى دى.))
د امنيه قومندان په وينا، د مارشال په نيول كېدو سره به د كاپيسا په مركزي او شمالي برخو كې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شي.
په كاپيسا كې د دې ولايت د اول كوهستانو دوهم كوهستان او مركز اوسېدونكي له څو كلونو راهيسې د نامسووله وسله والو او غلو له فعاليته شكايتونه لري.
دوى وايي، وسله والو غلو په ګڼو پېښو كې ځايي خلكو ته مرګ ژوبله اړولې خو پر ضد يې خاص اقدامات نه وو شوي.


