ads

حكومت د افغان- پاك مسايلو په اړه د همغږۍ ميكانيزم رامنځته كوي

د ملي امنيت شورا د افغانستان او پاكستان د اندېښنې او لېوالتيا وړ مسايلو په اړه د مشورې او همغږۍ لپاره د ګټور مېکانيزم پر نهايي کولو ټينګار وکړ.د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1395
حكومت د افغان- پاك مسايلو په اړه د همغږۍ ميكانيزم رامنځته كوي

د ملي امنيت شورا د افغانستان او پاكستان د اندېښنې او لېوالتيا وړ مسايلو په اړه د مشورې او همغږۍ لپاره د ګټور مېکانيزم پر نهايي کولو ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه.
د سرچينې په وينا، يادې شورا په تورخم کې د وروستۍ ستونزې په اړه د دواړو لورو د اندېښنو د رفع کولو لپاره له پاكستاني چارواكو سره د مذاکرې په هدف اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر وارزاوه. د ملي امنيت شورا د افغانستان او پاكستان د اندېښنې او لېوالتيا وړ مسايلو په اړه د مشورې او همغږۍ لپاره د ګټور مېکانيزم پر نهايي کولو ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه.
د سرچينې په وينا، يادې شورا په تورخم کې د وروستۍ ستونزې په اړه د دواړو لورو د اندېښنو د رفع کولو لپاره له پاكستاني چارواكو سره د مذاکرې په هدف اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر وارزاوه.
د سرچينې په وينا، د ملي امنيت شورا د پاکستان وروستيو سرغړونو ته په اشارې د افغانستان پر کليو يو ځل بيا د هغه هېواد نظامي بريدونه د نړيوالو اصولو او قواعدو خلاف او د نه منلو وړ وبلل او له ډيپلوماټيکو لارو په استفادې يې د يادو اختلافونو حل مهم او معقول وګاڼه.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغان حکومت شپږ کسيز پلاوي وړمه ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبرې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA