ترکي پوځي چارواکو اعلان کړى، د کردانو پي کې کې وسله والې ډلې پر مرکزونو يې سخته بمباري کړې، چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژلي او ۱۶ نظامي مرکزونه يې ورته له منځه وړي دي.
دوى وايي، ياد هوايي بريدونه د هېواد په جنوب ختيځ او د عراق په شمالي برخو کې د پي کې کې پر مرکزونو شوي دي.
په همدې حال کې د ترکيې جنګي الوتکو تېره شپه د عراق شمالي سيمو قنديل، سينات او هافتان باندې هم سخته بمباري کړې، چې په كې د کردي بېلتون غوښتونکو د پنځو مرکزونو د له منځه وړلو دعوه شوې، چې زياتې وسلې هم په کې موجود وې. ترکي پوځي چارواکو اعلان کړى، د کردانو پي کې کې وسله والې ډلې پر مرکزونو يې سخته بمباري کړې، چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژلي او ۱۶ نظامي مرکزونه يې ورته له منځه وړي دي.
دوى وايي، ياد هوايي بريدونه د هېواد په جنوب ختيځ او د عراق په شمالي برخو کې د پي کې کې پر مرکزونو شوي دي.
په همدې حال کې د ترکيې جنګي الوتکو تېره شپه د عراق شمالي سيمو قنديل، سينات او هافتان باندې هم سخته بمباري کړې، چې په كې د کردي بېلتون غوښتونکو د پنځو مرکزونو د له منځه وړلو دعوه شوې، چې زياتې وسلې هم په کې موجود وې.
همدا راز په ديابکر سيمه کې ترکي پوځي چارواکو ګرځبنديز هم لګولى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې عراقي حکومت په ترکيې تور پورې کړى و، چې د دوى پر ملي حاکميت تېرى کوي.


