په ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازي په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د قدرت پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.
غلام حسين دهقاني د امنيت شورا په پرونۍ ناسته کې، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه په کې خبرې کېدې وويل، افغانستان همدا راز له سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دى.
نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له قوله وويل، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې جګړې بې سارې بلل شوې دي.

دهقاني خبردارى ورکړ، چې که همدا نن په افغانستان کې له داعش وسله والې ډلې، د ازبکستان اسلامي نهضت او خراسان وسله والې ډلې سره مقابله ونشي، نو د يوې خطرناکه راتلونکې انتظار بايد وايستل شي.
هغه په ټينګار سره وويل، چې افغان حکومت دا مهال له ترهګرۍ سره په مقابلې بوخت دى او نړيواله ټولنه بايد ورسره مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ