ads

اردن له سوريې سره پر ګډه پوله خپل ځواکونه تيارسئ درولي

رويټرز خبري اژانس د اردن د پوځ لوى درستيز له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې هېواد يې سوريې سره پر ګډه پوله خپل ځواکونه تيارسئ کړي او نظامي حالت يې اعلان کړى دى.دا ګام وروسته له هغې پورته کېږي، چې سوريې سره پر ګډه پوله ځانمرګي بريد کې د اردن شپږ سرحدي […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1395
اردن له سوريې سره پر ګډه پوله خپل ځواکونه تيارسئ درولي

رويټرز خبري اژانس د اردن د پوځ لوى درستيز له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې هېواد يې سوريې سره پر ګډه پوله خپل ځواکونه تيارسئ کړي او نظامي حالت يې اعلان کړى دى.
دا ګام وروسته له هغې پورته کېږي، چې سوريې سره پر ګډه پوله ځانمرګي بريد کې د اردن شپږ سرحدي ساتونکي ووژل شول.
په همدې حال کې د اردن پاچا دوهم عبدالله پرون د خپلو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته اعلان وکړ، چې هر ډول تېري ته به غاښ ماتوونکى ځواب وركړي.
د اردن پاچا زياته کړه، چې هر هېواد او يا ډله که وغواړي د هېواد امنيت يې له ګواښ سره مخ کړي، سخت ځواب به ورکړي. رويټرز خبري اژانس د اردن د پوځ لوى درستيز له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې هېواد يې سوريې سره پر ګډه پوله خپل ځواکونه تيارسئ کړي او نظامي حالت يې اعلان کړى دى.
دا ګام وروسته له هغې پورته کېږي، چې سوريې سره پر ګډه پوله ځانمرګي بريد کې د اردن شپږ سرحدي ساتونکي ووژل شول.
په همدې حال کې د اردن پاچا دوهم عبدالله پرون د خپلو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته اعلان وکړ، چې هر ډول تېري ته به غاښ ماتوونکى ځواب وركړي.
د اردن پاچا زياته کړه، چې هر هېواد او يا ډله که وغواړي د هېواد امنيت يې له ګواښ سره مخ کړي، سخت ځواب به ورکړي.
بايد ياده شي، چې پرون سوريې سره پر ګډه پوله موټر بم ځانمرګي بريد کې د اردن شپږ سرحدي ساتونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
تراوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په منځني ختيځ کې اردن د سعودي عربستان د سياستونو کلک ملګرى هېواد بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA