په پروان ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د خپل لاسي بم د چاودنې له كبله ټپي شوى دى.
د پروان امنيتي مسوولين وايي، نن سهار د شينواري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالاحد، چې د پروان ولايت مقام ته د ننوتو په حال کې و، د خپل لاسي بم د چاودنې له كبله ټپي شو.
د ګل احمد په نوم د پروان د امنيه قوماندان ساتونکي كليد ته وويل، قوماندان عبدالاحد پر موټر سايکل سپور و، چې د ښکته کېدو په مهال يې په چانټه کې ځاى پر ځاى شوى لاسي بم لوېدلى او چاودنه يې كړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې بل چاته زيان نه دى رسېدلى. په پروان ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د خپل لاسي بم د چاودنې له كبله ټپي شوى دى.
د پروان امنيتي مسوولين وايي، نن سهار د شينواري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالاحد، چې د پروان ولايت مقام ته د ننوتو په حال کې و، د خپل لاسي بم د چاودنې له كبله ټپي شو.
د ګل احمد په نوم د پروان د امنيه قوماندان ساتونکي كليد ته وويل، قوماندان عبدالاحد پر موټر سايکل سپور و، چې د ښکته کېدو په مهال يې په چانټه کې ځاى پر ځاى شوى لاسي بم لوېدلى او چاودنه يې كړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې بل چاته زيان نه دى رسېدلى.
نوموړي زياته كړه، چې د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان اوسمهال د پروان په مركزي روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د پروان په مرکز کې د سيمه ييزو پوليسو په موټرونو او موټر سايکلونو باندې څو ځلې چسپکي ماينونه چاودلي، چې مرګ ژوبلې يې له ځان سره درلودې.


