پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پي آى اې مسافر وړونکې الوتکې د انجن خرابېدو له كبله نن سهار وختي بېړنۍ ناسته کړې ده.
د پاکستان د هوايي چلند ادارې چارواکو ويلي، چې ټول مسافر خوندي دي.
د دوى په وينا، د پي آى اې ۸۵۳ نمبر الوتکه له بيجينګ نه لاهور ته روانه وه، چې دويم نمبر انجن يې کار پرېښود او پيلوټ اړ شو، چې الوتکه په بېړني ډول کېنوي.
چارواکي زياتوي، چې په الوتکه کې ۱۰۵ کسان سپاره وو.
تراوسه د الوتکې د انجن خرابېدو علت نه دى معلوم شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ