د کابل ښار په اکثره چوکونو کې مزدکاران تر سترګو کېږي، خو یو شمېر یې په ورځو ورځو بې روزګاره وي او د خپلو اولادونو نفقه نشي برابرولی.
دا خلک وايي چې د بېکارۍ زیاتوالي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د نرخونو لوړېدو، له ژوند بېزاره کړي دي. دوی وايي چې د ملي وحدت حکومت د بېوزلو له پاره د کارموندنې په برخه کې څه نه دي کړي.
د کابل ښار د احمدشاه بابامینې(ارزان قیمت) د افغان رسټورانټ په چوک کې چې ځینې یې په دوهمه چهارراهي هم پېژني، هره ورځ لسګونه تنه د کار موندلو له پاره ناست وي. دوی د سهار لمانځه مهال له کورونو راوځي او تر ټکنده غرمې لارې څاري، که څوک پیدا شي او کارته یې بوځي. ډېر وخت د مزدکارانو دا انتظار له ساعتونو ورځو ته اوړي، داسې هم پېښږي چې ځینې کسان پوره یوه اوونۍ هره ورځ کورونو ته ناهیلي او تش لاسونه ستنېږي. د کابل ښار په اکثره چوکونو کې مزدکاران تر سترګو کېږي، خو یو شمېر یې په ورځو ورځو بې روزګاره وي او د خپلو اولادونو نفقه نشي برابرولی.
دا خلک وايي چې د بېکارۍ زیاتوالي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د نرخونو لوړېدو، له ژوند بېزاره کړي دي. دوی وايي چې د ملي وحدت حکومت د بېوزلو له پاره د کارموندنې په برخه کې څه نه دي کړي.
د کابل ښار د احمدشاه بابامینې(ارزان قیمت) د افغان رسټورانټ په چوک کې چې ځینې یې په دوهمه چهارراهي هم پېژني، هره ورځ لسګونه تنه د کار موندلو له پاره ناست وي. دوی د سهار لمانځه مهال له کورونو راوځي او تر ټکنده غرمې لارې څاري، که څوک پیدا شي او کارته یې بوځي. ډېر وخت د مزدکارانو دا انتظار له ساعتونو ورځو ته اوړي، داسې هم پېښږي چې ځینې کسان پوره یوه اوونۍ هره ورځ کورونو ته ناهیلي او تش لاسونه ستنېږي.
عبدالحق یو له همدغو مزدکارانو څخه دی. د هغه چې د مـخ پـوټـکی لـمــر ســوی او ژبه یې له تندې راوتې وه، وویل: (( کار روزګار نشته، دا د نن خبره نه ده، دا دوه کاله وشول چې کارونه ورک دي، پخوا به مې په دغه چوک کې په دیاړۍ درې- څلورسوه پیدا کولې، خو اوس په هفته کې درې ورځې حتماً بېکاره یو.))
شرافتالله د احمدشاه بابامینې بل اوسېدونکی دی. نوموړی له بېروزګارۍ او قیمتۍ دواړو سر ټکوي او وايي:(( وروره یو خو کار نشته، بل تاسو دې دوکانونو ته ورشئ په دې روژې مبارکه کې یې قیامت راوستی، چې په څو یې زړه وشو سودا درباندې خرڅوي، په دې کابل کې خو شهرناپرسان دی.))
ګلاغا هم د احمدشاه بابامینې اوسېدونکی دی، خو نوموړی د چوک پر سر مزدکاري نه کوي، بلکې کسب والا دی او نجاري یې زده ده، خو په خبره یې له تېر کال راهیسې یې اره بیخي په لاس کې نه ده اخستې. ګلاغا یو سوړ اسویلی وایست او ویې ویل: (( اشرف غني به راته هره موضوع په انچونو او سانتي سانتي تشریح کوله، موږ فکر کاوه که دی راشي ستونزې به مو په یوه میاشت کې ختمې شي، خو باور وکړئ چې اوس مو هغه پخوانی کاروبار په ټپه ولاړ دی، حیران یم چې په کابل کې د کور کرایه، خرڅه، د برق بل او نور له کومه کړم، د پروسږکال له ژمي دا دی تر دې جوزا پورې وزګار یم، وروسته هم معلومه نه ده چې څه به کېږي.))
ګلاغا زیاتوي چې د بېروزګارۍ له کبله یې نه یوازې اقتصادي وضعیت خراب شوی، بلکې صحي وضعیت یې هم چندان ښه نه دی: (( رښتیا یې ویلي، بېکاري د بدبختۍ زانګو ده، دا مې درېیمه یا څلورمه نسخه ده چې اخلم یې، د وینې غوړ مې بیخي نه پېژندل، خو اوس ډاکټر راته وايي چې د وینې غوړ دې ډېر دي، زه فکر کوم دا هرڅه له تشویش او د بېکارۍ له کبله دي.))
صداقتالله بیا د اووم ټولګي زدهکوونکی دی، نوموړی مـزدکـاري نشــي کــولای، بلـکـې په لاسي کراچۍ کې د خلکو مالونه او خوراکي توکي د هغوی کورونو ته لېږدوي. صداقتالله دوه کاله په یوه هوټل کې شاګردي هم کړې، هغه وايي:(( دوه کاله په یوه هوټل کې شاګرد وم، هوټلي پروسږکال ژمي کې وشړلم، کار خراب شوی و، چا په هوټل کې ډوډۍ نه خوړه، هرڅه په تاوان کې وو، زه یې هم ځواب کړم. ما یو لاس ګاډی واخست، کار مې شروع کړو، په دې کې ایله تر مازیګره سل روپۍ پیدا کوم، ګوزاره نه کېږي ورباندې، خو بیا هم شکر دی، وچه ډوډۍ کېږي.))
د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې معلومات په ډاګه کوي، ۶۰ په سلو کې هغه کسان چې د کار په شرایطو برابر دي، له بېروزګارۍ کړیږي.
ناامني، د نړیوالو مرستو کمېدل، د پانګې اچونې د کچې ټیټوالی، د یو شمېر انجوګانو بندېدل او د کارموندنې برخې ته د دولت لږه توجه، هغه موارد دي چې بېروزګارۍ ته یې لمن وهلې ده.
د کارګرانو د اتحادیې رییس معروف قادري وینا ده چې په هېواد کې ۱۲ ملیونه وګړي له بېکارۍ او کمکارۍ څخه شکایت لري. خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې بیا ښيي چې د هېواد له ۲۷ملیونه وګړو څخه شاوخوا ۱۰ملیونه یې د کار په شرایطو برابر دي چې له دې ډلې ۸۰۰زره مطلق بېروزګاره دي او څلور ملیونه نور موقتي کارونه مومي.


