ads

د خوست پوليسو څلور وسله وال غله، ګڼ چاودېدونكي توكي او غلا شوي وسايط نيولي

د خوست چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په مختلفو مواردو کې یو شمېر وسلې او چاویدونکي توکي نیولي دي.د خوست والي حكم خان حبيبي پرون خبریالانو ته وویل، د دغو نیول شویو چاویدونکو توکو او نورو ورانکارو وسایلو سربیره پولیسو څلور تنه، چې وسله وال غله او د […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1395
د خوست پوليسو څلور وسله وال غله، ګڼ چاودېدونكي توكي او غلا شوي وسايط نيولي

د خوست چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په مختلفو مواردو کې یو شمېر وسلې او چاویدونکي توکي نیولي دي.
د خوست والي حكم خان حبيبي پرون خبریالانو ته وویل، د دغو نیول شویو چاویدونکو توکو او نورو ورانکارو وسایلو سربیره پولیسو څلور تنه، چې وسله وال غله او د نشه یې توکو خرڅوونکي هم په کې شامل دي نیولي دي.
ده وویل، له غلو څخه یوه اندازه طلا، يو شمېر موټر، موټر سایکلونه او نور وسایل هم ترلاسه شوي، چې بیرته به خپلو خپلو څښتنانو ته وسپارل شي د خوست چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په مختلفو مواردو کې یو شمېر وسلې او چاویدونکي توکي نیولي دي.
د خوست والي حكم خان حبيبي پرون خبریالانو ته وویل، د دغو نیول شویو چاویدونکو توکو او نورو ورانکارو وسایلو سربیره پولیسو څلور تنه، چې وسله وال غله او د نشه یې توکو خرڅوونکي هم په کې شامل دي نیولي دي.
ده وویل، له غلو څخه یوه اندازه طلا، يو شمېر موټر، موټر سایکلونه او نور وسایل هم ترلاسه شوي، چې بیرته به خپلو خپلو څښتنانو ته وسپارل شي: (( په يوه مياشت كې څلور يې بالفعل سارقين، په مخدره توكو كې لاس لرونكى كس او قاتلين نيولي دي، په عين وخت كې يې ماينونه، د ثقيله وسلو مرمۍ، نظامي لباس يې نيولى، دوى سره يو سراچه موټر، درې ميله كلاشنكوفونه، اته ميله تمانچې دي، دوه عراده موټرسايكلونه، يو مقدار طلا، ۴۵ فيره د ثقيله وسلو مرمۍ دي، ۴۴ حلقې مختلف النوعه ماينونه دي چې ضد وسايل او ريموټ كنټرول ماينونه هم دي، ۱۲ جوړه نظامي لباس له دوى سره يو ځاى نيول شوى، د همدې په مرسته يې جرمونه ترسره كول.))
د خوست د ولایتي شورا مشر عبدالولي واحدزي هم د امنیتي ځواکونو وروستۍ هڅې وستایلې او زياته يې كړه: (( دا چې د ملي امنيتي ځواكونو په هلو ځلو دومره وسله او اختطافګر وسله وال نيول شوي، دي زه د ولس په نماينده ګۍ له دوى مننه كوم چې شپه و ورځ يې يوه كړې او په خوست كې يې د ډاډمن امنيت لپاره بستر اماده كړى دى.))
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د خوست د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په مختلفو برخو کې د دولت د وسله والو مخالفینو ترڅنګ ګڼ برمته کوونکي  له وسلو سره یوځای  نیولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA