ads

امريكايي استخبارات د عمر متين يوه ټليفوني مكالمه خپروي

ټاکل شوې نن امريکايي استخباراتي چارواکي په فلوريډا ايالت کې د عمر متين په نوم شخص له لوري د ډله ييزې وژنې په مهال د نوموړي د ټيليفوني مکالمې يوه برخه خپره کړي.د امريکا لوى څارنوال لوريټا لنچ يوه امريكايي ټلويزيون سره مرکه کې ويلي، د عمر متين د ټيليفوني خبرو يوه برخه به خپره […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1395
امريكايي استخبارات د عمر متين يوه ټليفوني مكالمه خپروي

ټاکل شوې نن امريکايي استخباراتي چارواکي په فلوريډا ايالت کې د عمر متين په نوم شخص له لوري د ډله ييزې وژنې په مهال د نوموړي د ټيليفوني مکالمې يوه برخه خپره کړي.
د امريکا لوى څارنوال لوريټا لنچ يوه امريكايي ټلويزيون سره مرکه کې ويلي، د عمر متين د ټيليفوني خبرو يوه برخه به خپره کړي، چې د بريد په مهال يې کړې دي.
د هغه په وينا، په دغو ټيليفوني مکالمو کې داعش سره د عمر متين د وفادارۍ خبرې نه دي شاملې. ټاکل شوې نن امريکايي استخباراتي چارواکي په فلوريډا ايالت کې د عمر متين په نوم شخص له لوري د ډله ييزې وژنې په مهال د نوموړي د ټيليفوني مکالمې يوه برخه خپره کړي.
د امريکا لوى څارنوال لوريټا لنچ يوه امريكايي ټلويزيون سره مرکه کې ويلي، د عمر متين د ټيليفوني خبرو يوه برخه به خپره کړي، چې د بريد په مهال يې کړې دي.
د هغه په وينا، په دغو ټيليفوني مکالمو کې داعش سره د عمر متين د وفادارۍ خبرې نه دي شاملې.
د امريکا لوى څارنوال زياته کړې، د څېړنو په مهال د ۲۹ کلن متين بشپړ پروفايل باندې څار زيات شوى دى، ترڅو په راتلونكي كې د اورلنډو په څېر پېښو مخنيوى وشي.
امريکايي چارواکو وړاندې ويلي وو، چې د درېيو ساعتونو مقاومت په مهال بريد كوونكي په انټرنېټ کې له داعش سره د وفادارۍ ځينې خبرې هم پوسټ کړې وې او يو شمېر خلکو سره يې په ټيليفون خبرې کړې دي.
تېره اونۍ افغاني الاصله امريکايي عمر متين د فلوريډا ايالت په اورلنډو ښار کې د همجنس بازانو پر يو نڅا ځاى بريد وكړ، ۴۹ کسان يې ووژل او ۵۳ نور يې ټپيان کړل، چې وروسته دى هم د پوليسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA