د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند كانديد ډونالډ ټرمپ وړانديز کړى، چې بريتانيا دې له اروپايي اتحاديې جلاوالى خپل کړي.
هغه يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې دا غوښتنه د ده خپل نظر دى او دى بريتانوى نه دى، چې په دې اړه رايه ورکړي.
د نوموړي په خبره، که چېرې د روان ميلادي کال په نومبر مياشت کې د جمهوري رياست ټاکنو کې بريالى شي، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر به له بريتانيا سره هم ښې اړيکې وساتي. د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند كانديد ډونالډ ټرمپ وړانديز کړى، چې بريتانيا دې له اروپايي اتحاديې جلاوالى خپل کړي.
هغه يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې دا غوښتنه د ده خپل نظر دى او دى بريتانوى نه دى، چې په دې اړه رايه ورکړي.
د نوموړي په خبره، که چېرې د روان ميلادي کال په نومبر مياشت کې د جمهوري رياست ټاکنو کې بريالى شي، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر به له بريتانيا سره هم ښې اړيکې وساتي.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ په خپلو ګوندي ملګرو تور پورې کړى، چې نه غواړي دى د جمهوري رياست ټاکنو کې بريالى شي.
د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو کې د نوموړي سياله هيلري کلنټن بلل کېږي، چې د ډيموکراټ ګوند مخکښه کانديده ده.


