د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د برېښنا شرکت رياست ته امر كړى چې په روژه كې بايد له هرې ممکنه لارې څخه کندهار ته برېښنا ورکول
شي، تر څو په دې مبارکه مياشت کي خلك له ستونزو سره مخ نه شي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د برېښنا شرکت تجارتي رئيس انجنېر عبدالوکيل ناصري پرون
کندهار ته سفر کړی و او كندهار له والي سره په ځانګړې ليدنه كې ورسره دا غوښتنه مطرح شوې ده. د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د برېښنا شرکت رياست ته امر كړى چې په روژه كې بايد له هرې ممکنه لارې څخه کندهار ته برېښنا ورکول
شي، تر څو په دې مبارکه مياشت کي خلك له ستونزو سره مخ نه شي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د برېښنا شرکت تجارتي رئيس انجنېر عبدالوکيل ناصري پرون
کندهار ته سفر کړی و او كندهار له والي سره په ځانګړې ليدنه كې ورسره دا غوښتنه مطرح شوې ده.
په خبرپاڼه کي د ناصري له قوله راغلي چې کندهار ته يې د برېښنا د وضعې د څېړلو لپاره سفر کړی او زياته يې کړه په نژدې راتلونکي کي پلان لري چې په کجکي دوهم توربين فعال کړي.
د نوموړي په وینا د دوهم توربين د فعاله کېدو لپاره بايد د ۴۵ ورځو لپاره برېښنا قطع شي چې تر هغې دوه مياشتې وروسته به کجکي د ۵۲ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا پيدا کړي: (( له دې برخې څخه به ۲۰ مېګاواټه برېښنا
کندهار ته ورکول شي، همدا راز به په كندهار كې د لمريزې برېښنا پروژه په يو کال کې بشپړه شي او له دې سره به کندهار له ۱۰ مېګاواټه نورې برېښنا څخه برخمن شي.))
ناصري وايي، له کابل څخه تر غزني پورې د برېښنا د پايو لګولو ۹۰ فيصده کار بشپړ شوی او ۴۰ فيصده د مزو د غځولو چارې يې هم بشپړي کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چي د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل، په کجکي کې د دوهم توربين د فعالولو د پروسې پر مهال د برېښنا له قطع کېدو سره
بايد د کندهار برېښنا رياست ته لازم امکانات برابر شي، څو رياست وتوانېږي چې کندهار ته برېښنا ورکړي.
هغه زياته کړه، په هيڅ صورت بايد له کندهار څخه برېښنا قطع نه شي، ځکه په داسې ګرم موسم کې د برېښنا قطع کول لويه ننګونه ده.


