ads

ننګرهار کې د يو تاجکستاني په ګډون درې داعشيان نيول شوي دي

د ننګرهار ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د يو تاجکستاني په ګډون درې تنه داعش وسله وال نيول شوي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي منسوبينو د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
ننګرهار کې د يو تاجکستاني په ګډون درې داعشيان نيول شوي دي

د ننګرهار ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د يو تاجکستاني په ګډون درې تنه داعش وسله وال نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي منسوبينو د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه کې د عملياتو په مهال د داعش ډلې دوه غړي غيرت جان، چې د تاجکستان هېواد اوسېدونکى دى او همدا راز عبدالقادر د هرات ولايت اوسېدونکى ونيول . د ننګرهار ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د يو تاجکستاني په ګډون درې تنه داعش وسله وال نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي منسوبينو د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه کې د عملياتو په مهال د داعش ډلې دوه غړي غيرت جان، چې د تاجکستان هېواد اوسېدونکى دى او همدا راز عبدالقادر د هرات ولايت اوسېدونکى ونيول .
له نيول شوو کسانو څخه يوه پايه GPS موبايل سيټ او يو جلد پاسپورټ هم ترلاسه شوي، چې تر پلټنو وروسته يې پخپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى .
همدا راز پوليسو د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملا عبدالقهار په نوم د داعش ډلې د مالي برخې يو غړى هم نيولى دى .
د معلوماتو له مخې، نيول شوي کس په سيمه کې له ولسونو څخه د داعش ډلې لپاره پيسې راټولولې، چې د پوليسو له لوري ونيول شو.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA