ads

كونړ كې د يوې ډاټسنې د چپه كېدو په پېښه كې د يوې كورنۍ پنځه غړي مړه، درې ټپيان

د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یو ډاټسن موټر د چپه کیدو له امله د یوې کورنۍ اتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د کونړ ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را ستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د کونړ مرکز او وټه پور ولسوالۍ په لویه […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
كونړ كې د يوې ډاټسنې د چپه كېدو په پېښه كې د يوې كورنۍ پنځه غړي مړه، درې ټپيان

د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یو ډاټسن موټر د چپه کیدو له امله د یوې کورنۍ اتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را ستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د کونړ مرکز او وټه پور ولسوالۍ په لویه لاره د څيرې په سیمه کې یوه ډاټسن ډوله موټر د چپه کیدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
سرچینې د پیښې د رامنځته کیدو په اړه څه نه دې ویلي خو وایي، چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.
دهیواد په زیاتو لویو لارو کې د سړکونو په تنګوالي سربیره د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله ورته پیښې رامنځته کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA