ads

كندوزى: د تورخم جګړې د افغانانو له منځه د يووالي غږ راپورته كړ

د ننګرهار والي سليم کندوزى وايي، په تورخم سيمه کې د رامنځته شوې جګړې په مهال د سرحدي پوليسو د ملاتړ او له خپلې خاورې د دفاع په هدف د هېواد له ټولو قومونو څخه د يووالي غږ پورته شو.نوموړي چې د يكشنبې په ورځ يې د دغه ولايت د نظامي شورا په غونډه کې […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
كندوزى: د تورخم جګړې د افغانانو له منځه د يووالي غږ راپورته كړ

د ننګرهار والي سليم کندوزى وايي، په تورخم سيمه کې د رامنځته شوې جګړې په مهال د سرحدي پوليسو د ملاتړ او له خپلې خاورې د دفاع په هدف د هېواد له ټولو قومونو څخه د يووالي غږ پورته شو.
نوموړي چې د يكشنبې په ورځ يې د دغه ولايت د نظامي شورا په غونډه کې خبرې کولې وويل، د تورخم جګړې که له يو پلوه منفي اغېزې درلودې، خو له بله پلوه يې د افغانستان په ولسونو کې د يووالي، دفاع او خاورې سره د مينې جذبه او ژوندۍ انګېزه نړۍ ته وښودله. د ننګرهار والي سليم کندوزى وايي، په تورخم سيمه کې د رامنځته شوې جګړې په مهال د سرحدي پوليسو د ملاتړ او له خپلې خاورې د دفاع په هدف د هېواد له ټولو قومونو څخه د يووالي غږ پورته شو.
نوموړي چې د يكشنبې په ورځ يې د دغه ولايت د نظامي شورا په غونډه کې خبرې کولې وويل، د تورخم جګړې که له يو پلوه منفي اغېزې درلودې، خو له بله پلوه يې د افغانستان په ولسونو کې د يووالي، دفاع او خاورې سره د مينې جذبه او ژوندۍ انګېزه نړۍ ته وښودله.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د والي سليم کندوزي له قوله راغلي، ډاډ يې ترلاسه کړى، چې ډېر ژر به د دغه ولايت هغه منسوبين او سرتېري، چې د تورخم په سيمه کې د جګړې په مهال يې وړتيا ښودلې او قربانۍ يې ورکړي، د جمهور رئيس له لوري په بېلابېلو برخو کې وستايل شي.
هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې پاکستاني لوري ته د تورخم په صفري نقطه کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې او لاره د ډيپلوماټيکو خبرو اترو په ترڅ کې، چې په مرکزي او سيمه ييزه کچه شوي، پرانيستل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA