وروستى تعقيب: د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوندې سيمې بنايي كې نن سهار د شوي ځانمرګي بريد له كبله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نن سهار شاوخوا ۵ بجې او ۴۰ دقيقې يو تن ځانمرګي بريد كوونكي د يو بهرني شركت د كار كوونكو كاسټر ډوله موټر په نښه كړ.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې د ياد شركت ۱۴ تنه نيپالي كار كوونكي وژل شوي، د پنځو نيپاليانو او څلورو افغانانو په ګډون ۹ تنه نور ټپيان دي.
نيپالي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. دوهم تعقيب: د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوندې سيمې بنايي كې نن سهار د شوي ځانمرګي بريد له كبله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نن سهار شاوخوا ۵ بجې او ۴۰ دقيقې يو تن ځانمرګي بريد كوونكي د يو بهرني شركت د كار كوونكو كاسټر ډوله موټر په نښه كړ.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې د ياد شركت ۱۴ تنه نيپالي كار كوونكي وژل شوي، د پنځو نيپاليانو او څلورو افغانانو په ګډون ۹ تنه نور ټپيان دي.
نيپالي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کابل د ګڼ شمېر بهرنيو موسسو او ادارو ساتونکي نيپالي وګړي دي، چې په قراردادي توګه دندې ترسره کوي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د ځانمرګي بريد كوونكي هدف د بهرنيو سرتېرو موټر و، چې له كبله يې له ۲۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


