ads

غني: له ۲۰۰۲ كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال بېرته راګرځېدلي دي

نن د پناه غوښتونكي نړيواله ورځ ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې اړه خپل پيغام كې ويلي، چې له ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.د جمهور رئيس غني په وينا، افغانستان تر هغه وخت بشپړ نه دى، ترڅو چې ميليونه افغانان له […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
غني: له ۲۰۰۲ كال  راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال بېرته راګرځېدلي دي

نن د پناه غوښتونكي نړيواله ورځ ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې اړه خپل پيغام كې ويلي، چې له ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د جمهور رئيس غني په وينا، افغانستان تر هغه وخت بشپړ نه دى، ترڅو چې ميليونه افغانان له هېواده بهر ژوند تېروي.
هغه هيله څرګنده كړې، چې له هېواه بهر افغان كډوال ژر په خپل هېواد كې د يو ښه ژوند لرونكي واوسي نن د پناه غوښتونكي نړيواله ورځ ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې اړه خپل پيغام كې ويلي، چې له ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د جمهور رئيس غني په وينا، افغانستان تر هغه وخت بشپړ نه دى، ترڅو چې ميليونه افغانان له هېواده بهر ژوند تېروي.
هغه هيله څرګنده كړې، چې له هېواه بهر افغان كډوال ژر په خپل هېواد كې د يو ښه ژوند لرونكي واوسي: (( پنځه ميليونه افغانان له دوه زره دوهم كال نه  تر اوسه د بيا راستنېدنې د لوى پروګرام له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، تر څو چې زموږ مليونونه خويندې له هېواده لا هم دباندې ژوند كوي د افغانستان پيكر له دوى پرته ناتكميل دى، هيله لرم هغوى چې نن له هېواده دباندې دي ژر تر ژره په خپله خاوره كې د يو باعزته افغان په ډول هوسا ژوند ولري.))
په همدې حال كې د افغانستان د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، چې اوسمهال نږدې شپږ ميليونه افغان كډوال له هېواده بهر ژوند كوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ويلي، د ۲۰۱۵ کال تر پايه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې له شخړو او جګړو نه د تښتېدونکو کډوالو شمېر ۶۵ اعشاريه  ۳ ميليونه ته رسېدلى، چې دا تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.
له دغو کډوالو څه باندې نيمايي يې د سوريې، افغانستان او سوماليا په څېر له جګړو ځپلو هېوادونو کوچېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA