د سعودي عربستان پايتخت رياض کې د يوې ټرافيکي پېښې له كبله څلور تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.
د سعودي عربستان د سرې مياشتې ادارې چارواکو ويلي، يو مسافر وړونکى بس موټر د ټرافيکې پېښې ښکار شوى، چې د وژل شوو کسانو د شمېر د زياتېدو وېره څرګنده شوې ده.
په وژل شوو او ټپيانو کې اکثره د هند او مصر سيلانيان ښودل شوي دي. د سعودي عربستان پايتخت رياض کې د يوې ټرافيکي پېښې له كبله څلور تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.
د سعودي عربستان د سرې مياشتې ادارې چارواکو ويلي، يو مسافر وړونکى بس موټر د ټرافيکې پېښې ښکار شوى، چې د وژل شوو کسانو د شمېر د زياتېدو وېره څرګنده شوې ده.
په وژل شوو او ټپيانو کې اکثره د هند او مصر سيلانيان ښودل شوي دي.
په همدې حال کې په رياض كې يوې بلې ټرافيكي پېښې يو ماشوم وژلى او د يوې کورنۍ نهه نور غړي يې سخت ټپيان كړي دي.
پوليسو د دواړو پېښو په اړه څېړنې پيل کړې دي.


