ads

سرتاج عزيز: امريکا هڅه کوله، چې زموږ پر اټومي پروګرام بنديز ولګوي

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا هڅه کوله، چې د دوى پر اټومي پروګرام بنديز ولګوي، خو حکومت ورسره هوکړه نه ده کړې.هغه دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې په خاوره کې يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له تېرو حکومتونو څخه ميراث کې […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
سرتاج عزيز: امريکا هڅه کوله، چې زموږ پر اټومي پروګرام بنديز ولګوي

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا هڅه کوله، چې د دوى پر اټومي پروګرام بنديز ولګوي، خو حکومت ورسره هوکړه نه ده کړې.
هغه دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې په خاوره کې يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له تېرو حکومتونو څخه ميراث کې پاتې دي.
سرتاج عزيز زياته كړه، چې په تېرو حکومتونو کې يې له امريکا سره اړيکې ښې نه وې، خو د دوى د حکومت په مهال اړيکې يو څه ښې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په خپله خاوره کې ټولو ترهګرو سره يو ډول چلند کوي او په وړاندې يې عمليات پيل کړي دي. د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا هڅه کوله، چې د دوى پر اټومي پروګرام بنديز ولګوي، خو حکومت ورسره هوکړه نه ده کړې.
هغه دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې په خاوره کې يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له تېرو حکومتونو څخه ميراث کې پاتې دي.
سرتاج عزيز زياته كړه، چې په تېرو حکومتونو کې يې له امريکا سره اړيکې ښې نه وې، خو د دوى د حکومت په مهال اړيکې يو څه ښې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په خپله خاوره کې ټولو ترهګرو سره يو ډول چلند کوي او په وړاندې يې عمليات پيل کړي دي.
د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو سلاکار د ضرب عضب عمليات بريالي وبلل او ادعا يې وکړه، چې د ترهګرو ځالې يې له منځه وړې دي.
سرتاج عزيز د مرکې په پاى کې له هند سره د ښو او ګاونډيتوب له مخې د اړيکو يادونه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA