ads

د تهران پوليسو په دغه ښار كې د ترهګريزو بريدونو مخنيوى كړى

د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني په تهران کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي خبر وركړ.هغه په يوه غونډه کې وويل، د روژې مبارکې مياشتې په درشل کې يوه ډله ترهګرو غوښتل په تهران کې يو لړ بريدونه ترسره کړي، چې په وخت يې مخنيوى شوى دى.شمخاني له خپلو خلکو مننه وکړه، […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
د تهران پوليسو په دغه ښار كې د ترهګريزو بريدونو مخنيوى كړى

د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني په تهران کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي خبر وركړ.
هغه په يوه غونډه کې وويل، د روژې مبارکې مياشتې په درشل کې يوه ډله ترهګرو غوښتل په تهران کې يو لړ بريدونه ترسره کړي، چې په وخت يې مخنيوى شوى دى.
شمخاني له خپلو خلکو مننه وکړه، چې د دا ډول ترهګريزو بريدونو په مخنيوي کې له امنيتي چارواکو سره مرسته کوي.
د نوموړي په وينا، هېواد به يې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام وركړي. د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني په تهران کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي خبر وركړ.
هغه په يوه غونډه کې وويل، د روژې مبارکې مياشتې په درشل کې يوه ډله ترهګرو غوښتل په تهران کې يو لړ بريدونه ترسره کړي، چې په وخت يې مخنيوى شوى دى.
شمخاني له خپلو خلکو مننه وکړه، چې د دا ډول ترهګريزو بريدونو په مخنيوي کې له امنيتي چارواکو سره مرسته کوي.
د نوموړي په وينا، هېواد به يې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام وركړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې په تهران کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي يادونه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA