ads

د بدخشان په كشم كې چاودنه لسګونه ملكيان مړه او ټپيان

د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې چاودنې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن كليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کشم ولسوالۍ په چوک کې په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوي ريموټ كنټرول ماين له كبله […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
د بدخشان په كشم كې چاودنه لسګونه ملكيان مړه او ټپيان

د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې چاودنې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن كليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کشم ولسوالۍ په چوک کې په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوي ريموټ كنټرول ماين له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه كې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۸ نور ټپيان دي: ( قوي چاودنه وه د كشم په مركز بازار سرچوك كې وشوه، ټپيان په شفاخانه كې ده، كېداى شي د مړو او ټپيانو شمېر په وروستيو معلوماتو كې زيات شي، په دې اړه زموږ تحقيقات روان دي چې د بريد هدف څه و او د تلفاتو كره شمېره څومره ده؟)) د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې چاودنې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن كليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کشم ولسوالۍ په چوک کې په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوي ريموټ كنټرول ماين له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه كې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۸ نور ټپيان دي: ( قوي چاودنه وه د كشم په مركز بازار سرچوك كې وشوه، ټپيان په شفاخانه كې ده، كېداى شي د مړو او ټپيانو شمېر په وروستيو معلوماتو كې زيات شي، په دې اړه زموږ تحقيقات روان دي چې د بريد هدف څه و او د تلفاتو كره شمېره څومره ده؟))
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA