رپوټونه وايي، د امريکا متحده ايالتونو يوه دېرش کسيزه نوې نظامي ډله افغانستان ته د ماموريت په هدف استول شوې ده.
ميزان خبري اژانس د امريکا وي،اس،پي،آى ټلويزيوني شبکې له قوله خپور کړي خبر کې ويلي، چې ياده دېرش کسيزه ډله د امريکا د جنوبي کاروليناى ګارد غړي بلل شوي دي.
د جنوبي کاروليناى د ملي ګارد يو مسوول رسنيو ته ويلي، دغه ځانګړي ځواکونه د ملاتړي ځواک په توګه د امريکا هغو سرتېرو سره يو ځاى کېږي، چې د نړۍ په کوم هېواد کې موجود وي.

د يادو ځانګړو ځواکونو په اړه ويل شوي، چې دوى به په افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو ته ټيليفوني، راډيويي او کمپيوټري اسانتياوې برابروي.
په رپوټ کې دغه راز راغلي، چې يادو ځواکونو په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو کې ورته عمليات هم ترسره کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه امريکايي رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، د امريکا سل تنه ځانګړي ځواکونه به افغانستان ته استول کېږي، چې په پرمختللو وسلو او بې پيلوټه الوتکو سمباله ډله بلل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ