ads

بريټانيا له كابل سره خپلو مرستو او همكاريو ته ادامه وركوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ كې د بريتانيا د بين المللي انکشاف وزير ديسماند سوين او ورسره پلاوي سره وكتل او دواړولورو د انکشافي موضوعاتو او په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په اړه بحث او خبرې وکړې.له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د بريتانيا د بين المللي […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1395
بريټانيا له كابل سره خپلو مرستو او همكاريو ته ادامه وركوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ كې د بريتانيا د بين المللي انکشاف وزير ديسماند سوين او ورسره پلاوي سره وكتل او دواړولورو د انکشافي موضوعاتو او په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په اړه بحث او خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د بريتانيا د بين المللي انکشاف وزير جمهور رئيس غني ته له افغانستان سره په انکشافي او بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ. جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ كې د بريتانيا د بين المللي انکشاف وزير ديسماند سوين او ورسره پلاوي سره وكتل او دواړولورو د انکشافي موضوعاتو او په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په اړه بحث او خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د بريتانيا د بين المللي انکشاف وزير جمهور رئيس غني ته له افغانستان سره په انکشافي او بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
ديسماند سوين د جمهور رئيس غني د کوښښونو د ستاينې په مهال وويل، د افغانستان حکومت په روان کال کې په ځانګړي ډول په انکشافي او پرمختايي برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
د هغه په وينا، دولت يې تيار دى، چې د وارسا او بروکسل ناستو کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او نور هېوادونه به هم د افغانستان د دريځ ملاتړ ته وهڅوي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بريتانيا د مرستو او همکاريو او همدارنګه د وارسا او بروکسل په راتلونکو ناستو کې له افغانستان څخه د ياد هېواد له ملاتړه مننه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA