پر تورخم ستونزې د خبرو لپاره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ افغان پلاوى نن اسلام اباد ته ځي.
دا سفر د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيكو د سلاکار سرتاج عزيز په بلنه ترسره كېږي.
سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره د ټيليفوني خبرو په مهال هغه او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته د سفر بلنه ورکړې وه، څو د تورخم پر شخړې خبرې وشي، خو افغان حکومت پرېکړه وكړه، چې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په مشرۍ دې يو پلاوي په اسلام اباد كې د تورخم په اړه له پاكستاني چارواكو سره خبرې وكړي. پر تورخم ستونزې د خبرو لپاره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ افغان پلاوى نن اسلام اباد ته ځي.
دا سفر د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيكو د سلاکار سرتاج عزيز په بلنه ترسره كېږي.
سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره د ټيليفوني خبرو په مهال هغه او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته د سفر بلنه ورکړې وه، څو د تورخم پر شخړې خبرې وشي، خو افغان حکومت پرېکړه وكړه، چې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په مشرۍ دې يو پلاوي په اسلام اباد كې د تورخم په اړه له پاكستاني چارواكو سره خبرې وكړي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان له خوا په تورخم كې د دروازې لګولو هڅه وشوه، چې د افغان ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه، له دې كبله پرله پسې درې شپې د دواړو لوريو ترمنځ نښتې وشوې، چې په كې يو شمېر افغان او پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.


