په داسې حال کې چې افغانستان لاهم د اوبو، برېښنا او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو داسې ښکاري چې د ملي یووالي حکومت انکشافي ستراتیژي دې تر ډېره په همدغو څو برخو متمرکزه وي. منتقدین د ملي یووالي حکومت له دغې زیربنايي ستراتیژۍ څخه ملاتړ کوي او وايي چې د اوبو او برېښنا تامین، د ځمکني ټرانسپورټ اسانتیاوې او د کرنې وده او مدرنیزه کول، له هغو عمده مواردو څخه دي چې افغانستان د خودکفایۍ پر لور بیايي.
په داسې حال کې چې افغانستان لاهم د اوبو، برېښنا او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو داسې ښکاري چې د ملي یووالي حکومت انکشافي ستراتیژي دې تر ډېره په همدغو څو برخو متمرکزه وي. منتقدین د ملي یووالي حکومت له دغې زیربنايي ستراتیژۍ څخه ملاتړ کوي او وايي چې د اوبو او برېښنا تامین، د ځمکني ټرانسپورټ اسانتیاوې او د کرنې وده او مدرنیزه کول، له هغو عمده مواردو څخه دي چې افغانستان د خودکفایۍ پر لور بیايي.
د هنـد، افغــانسـتان او ایـــران له لــوري د چــابهار اقتصادي بندر پرانسته، د هند او افغانستان له لوري د سلما بند افتتاح، د کاسا زر پروژې افتتاح، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو لېږد، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا رالېږد، د اوبو د ۲۹نویو بندونو جوړېدل، د کجکي بند بیارغونه، د افغانستان، پاکستان، چین او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ پرانسته او د ورېښم لارې بیا احیا کول، هغه عمده او اساسي اقدامات دي چې ښيي افغانستان پر سم لوري روان دی.
د افغانستان د جمهور رییس او د هند صدراعظم نریندرا مودي له لوري د سلما بند تر افتتاح وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت وویل چې د ۲۹نورو بندونو تدارکاتي چارې تقریبا بشپړې شوې او ښايي تر راتلونکو دوو میاشتو یې قراردادونه امضا شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیرعظمیي وویل، کـه څــه هــم جـوړېــدونـکـي بنـدونه د سل میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو له خپلو طبیعي زېرمو څخه د استفادې ښه پیلامه او پیل کېدلی شي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د ملي یووالي حکومت او په خاصه توګه جمهور رییساشرف غني د اوبو او برېښنا بندونو د جوړېدو جدي اراده لري. عظیمي وویل، د سلما بند جوړېدو دا وښوده چې افغانان له خپلو طبیعي سرچینو څخه د موثرې استفادې توان لري: ((په روان کال کې موږ د ۲۹بندونو تدارکاتي چارې پیل کړې دي چې د دغو بندونو له ډلې د ۲۱بندونو مالي تمويل په فوقالعاده توګه په خپله د جمهور رییس له خوا د مالیې وزارت له لوري وشو.))
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس افغانستان له خپلو ابي او نورو سرچینو څخه د ۳۱۰زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰میګاواټه برېښنا کارېږي چې ډېره وارداتي ده او د افغانستان خپله برېښنا د هېواد نیمايي اړتیا هم نشي پوره کولای.
د اوبو او برېښنا چارو کارپوهان د بندونو د جوړېدو او د اوبو د مهارولو په برخــه کــې د افغـان حکومت وروستــي اقــدامات پــر ځـای بولي، خو پر نړیوالې ټولنـې غــږ کــوي چــې پــه دې برخه کې د افغان حکومت مالي ملاتړ وکــړي. د اوبــو او بـرېښنا چارو کارپوه ډاکټر فاروق اعظم وايي: ((بهرنیان جنګ ته په کال کې پنځه زره ملیونه ډالره ورکوي؛ نو که هغوی نه شي کولای افغانستان ته حد اقل د بندونو د جوړېدو پیسې ورکړي بیا نو دلته د بهرنيانو حضور په کار نه دی.)) دا پــه داســې حــال کــې ده چــې جمهور رییس اشرفغني د سلما بند د پرانستې په مراسمو کې په زغرده وویل چې افغانستان به د نړیوالو قوانینو پر اساس خپلې اوبه مهــار کــړي او خپلې ځمکې به پرې خړوبه کړي. جمـهوررییس همداراز د ۱۳۹۴لمریز کال د لړم پــه ۱۰مه د کلیو د ملي مشورتي پراختیايي شـوراګانو په پنځمه غونډه کې ویلي وو چې((تر راتلونکو ۱۰کلونو پورې به د افغانستان د اوبو هر څاڅکی د ګاونډیو هېوادونو له یو څاڅکي تېلو سره برابر وي)).
د کونړ سیند
د سلما بند افتتاح او د اوبو د مهارولو په برخه کې د جمهور رییس شفافه ستراتیژي د دې سبب شوه چې د کونړ اوسېدونکي هم پر کونړي سیند د برېښنا بندونو د جوړېدو غوښتونکي شي. د کونړ اوسېدونکي وايي چې د سلما بند پر جوړېدو ډېر خوشاله دي، خو د کونړ پر سیند هم داسې بندونه جوړېدلی شي چې زرګونه میګاواټه برېښنا تولید کړای شي. د کونړ اوسېدونکي وایي، د کونړ لوی سیند او د پیج سیند په اوږدو کې داسې لسګونه ځایونه شته چې بندونه پرې جوړېدای شي. د کونړ ولایت اوسېدونکی انجنیر عثمان وايي: ((موږ له مرکزي حکومت غواړو چې د کونړ پر سیند بندونه جوړ کړي، که بندونه جوړ شي هم به شاړې ځمکې خړوبې شي او هم به برېښنا تامین شي.))
څو کاله وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر اسماعیل خان له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د هند هېواد په مرسته يې د کونړ په سیند شپږ داسې ځایونه سروې کړي چې که بندونه پرې جوړ شي؛ نو اووه نیم زره میګاواټه برق به تولید کړي.
کجکي بند
په دې وروستیو کې د هلمند د کجکي بند د پراختیا او رغولو تفاهملیک هم لاسليک شوی دی. د دغه بند د رغولو ژمنه جمهور رییس هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې وه. دغه تفاهم لیک چې له یوې ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، له مخې یې کجکي بند ته پراختیا ورکول کېږي او د برېښنا د تولید ظرفیت یې ۱۵۰میګاواټه ته لوړېږي. د اوبو او انرژۍ وزیر په خبره د دغې پروژې پر اساس به د دغه بند په کاسه کې د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت هم څه باندې یو ملیارد مترمکعبه اوبو ته لوړ شي. د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمدعثماني وویل: ((د کجکي پروژه به په درېیو کلونو کې بشپړه شي چې په مټ به يې کجکي په سیمه کې په یوه لوی بند بدل شي او د برېښنا د تولید اندازه به یې هم د سلما بند په نسبت یونیم چنده زیاته شي.))
د هلمند کجکي بــرېښــنـا بند په اوس وخت کې شاوخوا ۳۲میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د درېیم توربین په نصبـولـو ســره بــه یې ظرفیت پنځوس میګاواټو ته لوړ شي او که چېرې د يادې فابريکې بشپړ څلور توربينونه ورغول شي، نو ظرفيت به يې ۱۵۱ميګاواټو ته لوړ شي. د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې د دغه توربین د نصبولو کار به د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې بشپړ شي. د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې USAID په مالي مرسته د دغه بند د رغولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوې چې د راپورونو له مخې تر اوسه پرې شاوخوا دوه سوه ملیونه ډالر لګول شوي.
د کجکي بند له پاره درېیم توربین چې وزن یې ۲۲۰ ټنه دی، په ۲۰۰۸میلادي کال کې ۲۰۰۰برتانوي ځواکونو په پنځو ورځو کې هلمند ته یووړ. د هلمند د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه توربین شاوخوا اته کاله له هغه ځایه ونه ښورېد چې بریتانوي ځواکونو هلته اېښی و.
خو د نصبولو کار یې په رسمي توګه د ۱۳۹۴ کال په حمل کې یوې ترکي کمپنۍ پیل کړ چې ټاکل شوې وه کار يې سږکال بشپړ شي، خو داسې ونشوه د یادولو وړ ده چې د کجکي برېښنا بند د هلمند په سیند جوړېږي او په ۱۳۳۲کال یې بنسټ اېښودل شوی دی.
دغه راز د جـوزا په ۲۶مه د جمهور رییس اشرف غني په حضور کې له یوه ایټالوي شرکت سره د فراه ولایت د بخش اباد بند د رغولو قرارداد امضا شو. د دغه قرارداد له مخې دا بند به د ۱۸میاشتو په موده کې ورغول شي. دا بند ۸۱ متره لوړوالی لري او د سلما بند دوه چنده اوبه یعنې ۱۳۶۰ملیون مترمکعبه ذخیره کولای شي. دا بند د ۲۷میګاواټه برېښنا د تولید او د ۱۰۴زره هکټاره ځمکې د خړوبولی ظرفیت لري.
۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا
د ترکمنستان د ۵۰۰کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مسیر په رابطه له اعتراضونو سره سره برېښنا شرکت ویلي چې د دغې پروژې قرارداد د پلخمري له دشت الوان څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۱۱۹ملیونه ډالرو په ارزښت له ( KPTL-RGM JV) شرکت سره لاسليک شوی دی. په هغه خبرپاڼه کې چې برېښنا شرکت خپره کړې، راغلي چې دا پروژه به په دوه نیمو کلونو کې بشپړه شي. د دغې پروژې لګښت د اسیا پراختیايي بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کېږي. دا پروژه ۲۰۹کیلومتره لین لېږدوي چې د پلخمري د دشت الوان له سبستیشن څخه پیل، د کابل د ارغندۍ تر سبستیشن پورې غځېږي چې د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لري. برېښنا شرکت وايي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به، د کابل، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي.
رېل پټلۍ
د اوبو او برېښنا د تامین تر څنګ ملي یووالي حکومت ځمکني ټرانسپورټ ته هم جدي توجه کړې ده. شواهد ښيي د ننګرهار له مرکز جلالاباد څخه تر پېښور پورې به رېل پټلۍ جوړه شي. د اقتصادي کارپوهانو په وينا، دا پټلۍ به د دواړو ښارونو تر منځ د سوداګرۍ په پراختيا ښه اغېزه ولري او سوداګري به تر پخوا ډېره وده وکړي. د دې پروژې د کارونو د پرمخ بېولو له پاره په کابل کې د عمر په نوم له يوې کمپنۍ سره قرارداد شوی. د کمپنۍ مسوول وحيدالله اورياخېل وايي چې د دغې ریل پټلۍ د جوړېدو چارې به ژر پیل شي. د عمر کمپنۍ مشر او د فوايد عامې وزارت سلاکار مسعود امين چې په دې وروستیو کې ننګرهار ته سفر درلود، دا خبره د ننګرهار له والي سره کړې وه. په افغانستان کې د عمر د ودانولو موسسې مشر اورياخېل زیاتوي: ((دغه پټلۍ چې ۱۵۰کیلومتره اوږدوالی لري، ۷۵کيلومتره یې په ننګرهار کې تېرېږي او لګښت یې پاکستان ورکوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هرات- تورغنډۍ رېل پټلۍ ارزونه هم پیل شوې ده. د هرات ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه ۶۰۰زره ډالره لګښت لري چې تر راتلونکو شپږومیاشتو پورې به یې کار بشپړ شي. د هرات – تور غونډۍ د اورګاډي پټلۍ له کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران، انجیل او ګذرې ولسوالۍ څخه تېرېږي. دغه پټلۍ شاخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د هرات تر هوايي ډګره به غځول کېږي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه پټلۍ په پای کې له هرات – خواف پټلۍ سره نښلول کېږي چې په لړ کې به یې ایران او هرات د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلول شي. نوموړي دا باارزښته پروژه وبلله او ویې ویل چې له بشپړیدو سره به یې افغانستان د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي. د هرات تورغونډۍ پټلۍ د افغانستان د ریل پټلیو یوه برخه ده چې د اټکل له مخې به په راتلونکې کې ځینې ولایتونه سره نښلوي.
د هــرات – خــواف رېــل پټــلـۍ بیا ۱۹۱کیلومتره اوږدوالــی لــري چــې کـابــو ۱۲۴کیلـومـتـره یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي. د هرات- خواف د رېل پټلۍ په فعالیدو سره به د هېواد په لویدیځ کې پراخ اقتصادي بدلون تر سترګو شي. د دې پټلۍ د جوړېدو چارې د روان کال د حمل په ۱۵مه پیل شوې. د دې پټلۍ په جوړېدو سره به افغانستان د ایران له سوداګریزو بندرونو سره د نښلېدو تر څنګ ترکیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته هم لاره ومومي. د دغې پټلۍ درې فازه بشپړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


