پاکستان چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي ثبات نه شي زغملی تل يې هڅه کړې چې زموږ هېواد د بې ثباتۍ او ناامنۍ په اور کې وسوځوي او د ناامنيو په رامنځته کولو سره د لویو او غټو پروژو د تطبیقولو مخه ونيسي. د داسې یو وضعیت د شتون له کبله په کار ده چې افغان حکومت لاس تر زنې کېنني او هغه ټولې ممکنه لارې چارې په نظر کې ونیسي چې پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ له رامنځته کولو لاس په سر کوي. د جوزا په ۲۳مه ماسختن مهال شاوخوا ۹ بجې به وې چې په تورخم کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو او پوځيانو ترمنځ نښته وشوه. افغان سرتېرو د نښتې په لومړيو شېبو کې وکولای شول چې پاکستاني ملېشې او پوځيان شاتګ ته مجبوره کړي. پاکستان چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي ثبات نه شي زغملی تل يې هڅه کړې چې زموږ هېواد د بې ثباتۍ او ناامنۍ په اور کې وسوځوي او د ناامنيو په رامنځته کولو سره د لویو او غټو پروژو د تطبیقولو مخه ونيسي. د داسې یو وضعیت د شتون له کبله په کار ده چې افغان حکومت لاس تر زنې کېنني او هغه ټولې ممکنه لارې چارې په نظر کې ونیسي چې پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ له رامنځته کولو لاس په سر کوي. د جوزا په ۲۳مه ماسختن مهال شاوخوا ۹ بجې به وې چې په تورخم کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو او پوځيانو ترمنځ نښته وشوه. افغان سرتېرو د نښتې په لومړيو شېبو کې وکولای شول چې پاکستاني ملېشې او پوځيان شاتګ ته مجبوره کړي.
پاکستاني ملېشو او پوځيانو غوښتل چې په زوره د تورخم په صفري نقطه کې دروازه کېنوي، خو د افغان ځواکونو د ممانعت له کبله پاکستاني ملېشو او پوځيانو سم دم ډزې پیل کړې. د ملېشو له خوا د ډزو له پیلولو نه مخکې افغان سرتېرو خبرداری ورکاوه چې دا کار د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی، مګر پاکستاني ملېشې دغه خبرداري ته نه یوازې پام نه کوي، بلکه لکه څنګه یې چې د پوځ په ملاتړ له وړاندې څخه د جنګ تابیا نیولې وه، پر افغان ځواکونو او د هغو پر پوستو د سپکو وسلو تر څنګ د درندو وسلو دزو ته زور ورکړ.
د ځینو سرچینو په قول پاکستاني پوځیانو له تېرو لسو ورځو د خپلو صفري نقطو ټولې پوستې په وسلو او زرهدارو ټانکونو پوښلې او ټولو پوستو ته یې له مخکې څخه اکمالات هم کړي وو.
دا نښته چې څو ساعته پرله پسې روانه وه، لږ تر لږه یو افغان سرتیری په کې شهید کېږي او پنځه نور ټپونه اخلي. د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو په اړه کره ارقام نشته، خو ویل کېږي چې د هغوی له لوري هم یو تن وژل شوی او 5 تنه ټپیان دي.
دغې شخړې په افغانستان او پاکستان کې دننه د چارواکو او عامو خلکو ډول ډول غبرګونونه وپارول. که څه هم تمه کېده چې پاکستان به تر دغې نښتې وروسته په تورخم کې د دروازې له اېښودلو تېر شي، خو د جوزا په ۲۴ مه، مازیګر مهال یې بیا د دروازې اېښودلو ناکامه هڅه وکړه. په دغه ورځ هم لومړی پاکستاني لوري پر افغان ځواکونو ګولۍ وچلولې. دا هڅه د جوزا په 25مه د درېیم ځل له پاره هم تکرار شوه. پاکستان تل په سیمه کې د ستونزو سرچینه بلل کېږي. میاشت وړاندې هم په تورخم کې د دغه هېواد له لوري د تاسیساتو د جوړېدو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه شوې وه او یاده دروازه د څو ورځو له پاره تړلې وه.
په ننګرهار کې د تورخم دروازې او په خوست کې د ببرک تاڼې او ځاځي ميدان لارو تر تړلو وروسته، دغه هېواد نه یوازې د دغو سیمو په صفري نقطو کې د نظامي تاسیساتو په جوړولو پسې دی، بلکې د دغه هېواد ځواکونه د کونړ په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له صفري نقطو څخه رااوښتي دي.
دا چې ولې پاکستان په دا ډول تحرکاتو او د ستونزو په جوړولو لاس پورې کوي، بېلابېل نظرونه مطرح کېږي. ښايي پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان او هند له نږدې کېدو څخه وېرېدلی وي او په سرحدي پلمو یې لاس پورې کړی وي. که هم څه افغان لوري په وار وار خپلو ګاونډیانو ته په ډاګه کړې چې د افغانستان خاوره به د یوه پرضد هم نه کارول کېږي، خو پاکستان بیا هم وېره لري چې هسې نه د افغانستان او هندوستان ترمنځ د روابطو په پراختیا سره هندي استخبارات د افغانستان خاوره د دوی پر ضد استعمال نه کړي. که چېرې دا نظر درست وي او پاکستان د همدغې وېرې له کبله د ستونزو په جوړولو پسې راوتی وي، بیا دا د افغان حکومت دنده ده چې په دې رابطه د خپلو ګاونډیانو اندېښنې له منځه یوسي او د بدیلو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي. سره له دې چې افغان حکومت دا کار کړی او پاکستان ته یې د پراخې همکارۍ لاس ورکړی او د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې یې د واک او اختیار خاوند کړ، مګر د افغان سولې له پاره دغه هېواد هيڅ هم ونه کړل. یو شمېر په دې باور دي چې ښايي پاکستان په صفري نقطو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو او د دروازو د اېښودلو له لارې په دې هڅه کې وي چې بالاخره د ډیورند منحوسې کرښې بحث رامنځته او دغې کرښې ته په یو نه یو ډول رسمیت وروبښي، خو دا یو تر ټولو کمزوری نظر ځکه دی چې پاکستان د سیمې او افغانستان په کچه د ستراتيژیک عمق په لټه کې دی او په همدې خاطر د ټولو بهرنیو، پاکستاني او یو شمېر افغان تندلارو او نورو شبکو په ايډيالوژیک مرکز بدل شوی دی او په دې ډول غواړي چې د سیمې ايډيالوژیکه مشري پر غاړه واخلي چې دا بیا د ټولې سيمې له پاره څه چې د ټولې نړۍ له پاره به یو ستر ګواښ وي.
نړیوالو او په تېره امريکا او نورو سترو هېوادونو ته چې د تندلارې توب ښکار ګرځي او یا دا پديدې د ځان له پاره یو ګواښ ګڼي باید د پاکستان په نسبت پر خپلو پخوانیو نظرونو بیاکتنه وکړي او پرې نږدي چې دغه هېواد د دوی پر امتیازاتو سبا همدوی ته خطر پېښ کړي. ښايي د امریکا سنا همدې پايلې ته رسېدلې وي چې پر خپل حکومت يې غږ کړی، تر هغو چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد پر خپلو ژمنو رښتینی عمل ونه کړي، مرستې دې ورسره ونه شي. که نور نړیوال هم په رښتیني توګه همداسې یو دريځ خپل کړي؛ نو له هغو ګواښونو به په امن کې شي چې دم ګړۍ يې هم تر ګریوانه نیولي دي.
پاتې شوه د افغان حکومت دريځ، څه موده وړاندې حکومت وویل چې که پاکستان د افغانستان په چارو کې خپلو مداخلو ته پای ورنه کړي؛ نو له ګڼو اسنادو او شواهدو سره به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکايت کوي، ډېری شنونکی او عام افغانان چې نور د پاکستان له دوه مخي سیاست نه په تنګ دي، غواړي چې حکومت ډېر ژر امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي او خپل افغانان د جګړې له اوره خوندي وساتي.


