ads

پاكستان: نور افغان كډوال په خپله خاوره نه شو زغملى

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر دې وروسته نه غواړي پخپل هېواد کې د افغان کډوالو موجوديت وزغمي.د پاکستان د لومړي وزير ځانګړي استازي طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته  وويل، هېواد يې غواړي، چې افغان کډوال پخپله خوښه خپل هېواد ته لاړ شي.نوموړي زياته کړه، چې څو لسيزې يې نږدې درې ميليونه […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1395
پاكستان: نور افغان كډوال په خپله خاوره نه شو زغملى

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر دې وروسته نه غواړي پخپل هېواد کې د افغان کډوالو موجوديت وزغمي.
د پاکستان د لومړي وزير ځانګړي استازي طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته  وويل، هېواد يې غواړي، چې افغان کډوال پخپله خوښه خپل هېواد ته لاړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې څو لسيزې يې نږدې درې ميليونه افغان کډوالو ته ځاى ورکړ، خو په وينا يې نور نو د افغان کډوالو موجوديت نشي زغملى.
فاطمي وايي، له افغان حکومت څخه يې غوښتنه دا ده، چې پخپل هېواد کې دې هغو وسله والو ته ځاى نه ورکوي، چې د پاکستان په ضد يې وسله پورته کړې ده. پاکستاني چارواکي وايي، چې تر دې وروسته نه غواړي پخپل هېواد کې د افغان کډوالو موجوديت وزغمي.
د پاکستان د لومړي وزير ځانګړي استازي طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته  وويل، هېواد يې غواړي، چې افغان کډوال پخپله خوښه خپل هېواد ته لاړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې څو لسيزې يې نږدې درې ميليونه افغان کډوالو ته ځاى ورکړ، خو په وينا يې نور نو د افغان کډوالو موجوديت نشي زغملى.
فاطمي وايي، له افغان حکومت څخه يې غوښتنه دا ده، چې پخپل هېواد کې دې هغو وسله والو ته ځاى نه ورکوي، چې د پاکستان په ضد يې وسله پورته کړې ده.
دغه پاکستاني چارواکي تور پورې کړ، چې هند کولى شي د افغانستان له لارې په پاکستان کې بريدونه تنظيم کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې د هند د ملي امنيت سلاكار اجيت دوال وويل، په افغانستان کې يې د هېواد ډيپلوماټيکې ادارې د داعش ډلې د بريد تر ګواښ لاندې دي، چې په وينا يې ښايي په دې برخه کې يادې ډلې سره د پاکستان ملاتړ هم وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA