ads

ننګرهار كې ډرون بريدونو ۲۳ داعش وسله وال وژلي

د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي او عبدالخېلو سيمو […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1395
ننګرهار كې  ډرون بريدونو ۲۳ داعش وسله وال وژلي

د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي او عبدالخېلو سيمو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ترسره شوو بريدونو كې د داعش ډلې يو ميل دهشکه هم له منځه تللې او ملكي وګړو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى .
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي او عبدالخېلو سيمو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ترسره شوو بريدونو كې د داعش ډلې يو ميل دهشکه هم له منځه تللې او ملكي وګړو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى .
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA