د كندهار د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله ملكي تلفات كم شوي خو د مرموزو وژنو ګراف لا هم لوړ پاتې دى.
دغه كمېسيون وايي، په كندهار كې په پرله پسې ډول د نارينه و او ښځو جسدونه پيدا كېږي خو عاملين يې نه معلومېږي چې دې مسئلې خورا اندېښمن كړي دي.
په كندهار كې د مرموزو وژنو په اړه اندېښنې د يوې شاعرې مينې انتظار د خور له مرموزې وژنې وروسته زياتې شوې دي، چې مړى يې د كندهار ډنډ ولسوالۍ په ريګو كې وموندل شو. د كندهار د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله ملكي تلفات كم شوي خو د مرموزو وژنو ګراف لا هم لوړ پاتې دى.
دغه كمېسيون وايي، په كندهار كې په پرله پسې ډول د نارينه و او ښځو جسدونه پيدا كېږي خو عاملين يې نه معلومېږي چې دې مسئلې خورا اندېښمن كړي دي.
په كندهار كې د مرموزو وژنو په اړه اندېښنې د يوې شاعرې مينې انتظار د خور له مرموزې وژنې وروسته زياتې شوې دي، چې مړى يې د كندهار ډنډ ولسوالۍ په ريګو كې وموندل شو.
د مينې انتظار د خور د مړي له پيدا كېدو وروسته په يوه اوونۍ كې د پنځو نورو ښځو جسدونه هم د پوليسو لخوا وموندل شول چې له خلكو سره يې ګڼې پوښتنې راپورته كړې.
د كندهار د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون وياند عبدالعزيز اكرمي كليد ته وويل، د دغو پېښو په ډېرېدو خلك د هېڅ ډول خونديتوب احساس نه كوي، ځكه د ده په وينا دفتر يې له مركزي حكومت سره د مرموزو وژنو د ګراف د لوړوالي ستونزه څو واره شريكه كړې ده، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى شوى: (( دا چې د دې مرموزو وژنو تر شا د چا لاس دى په دې اړه امنيتي چارواكي هم رسنيو ته څه نه وايي، خو په كندهار كې مرموزې وژنې څوك كوي؟ ولې ورځ تر بلې په دې پېښو كې زياتوالى راځي؟ دا هغه پوښتنې دي بايد اړوند ارګانونه يې ځواب وركړي.))
عزيز اكرمي همدا راز په كندهار كې د ملكي مرګ ژوبلې په كچه كې د تېر كال په پرتله د كموالي خبره كوي.
نوموړى وايي، ۲۰۱۶ كال د تېرو كلونو په پرتله په كندهار كې با امنه دى: (( د جګړو كچه راټيټه شوې ده، تلفات هم ورسره راكم شوي دي، د هېواد په كچه د ملكي تلفاتو كچه لوړه ده، خو د كندهار د خلكو خوشبختي ده چې دوى له امنيتي ادارو سره همكاري لري او د نورو ولايتونو په پرتله دا كچه راټيټه شوې ده.))
بايد وويل شي كندهار په دې وروستيو څو كلونو كې د امنيت له پلوه د پخوا په پرتله ښه شوى دى، نو ځكه ورسره د ملكي تلفاتو د كموالي خبر تړلى خو مرموزې وژنې هغه څه دي چې په دې وروستيو كې يې ځايي خلك اندېښمن كړي دي.


