يو امريکايي چارواکي اعلان کړى، چې هېواد يې غواړي په لومړي ځل افغانستان ته له ۱۰۱ هوايي مرکز څخه د پيلوټانو د ساتنې په هدف سل سرتېري واستوي.
دغو سرتېرو په فورټ کمپبل کمپ کې روزنه ليدلې، چې د هوايي ځواکونو لپاره ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريكا جمهور رئيس بارک اوباما په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د رول پراخولو پرېكړه كړې ده.
دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي، چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې يې تر ډېره په نظامي عملياتو کې برخه نه ده اخيستې، خو تر يادې پرېكړې وروسته به په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ