د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه، چې په پايله کې يې د ۳۴۵ ميليون افغانيو په ارزښت اووه قراردادونه تاييد شول.
د هرات، کندهار، مزار شريف او حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرونو د امنيتي خدماتو پروژې تمديد، حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د حفظ او مراقبت پروژې تمديد، د پانګونې د زمينې برابرولو او پياوړتيا پروژه، په کابل رواني روغتون کې د خدماتو وړاندې کولو پروژه، د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو د برېښنا دستګاو د حفظ او مراقبت پروژو لومړۍ برخه، د زابل ولايت د اسلامي زده کړو ليليو اعاشوي مواد او د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رياست اعاشوي مواد په تاييد شوو مواردو کې شامل دي. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه، چې په پايله کې يې د ۳۴۵ ميليون افغانيو په ارزښت اووه قراردادونه تاييد شول.
د هرات، کندهار، مزار شريف او حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرونو د امنيتي خدماتو پروژې تمديد، حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د حفظ او مراقبت پروژې تمديد، د پانګونې د زمينې برابرولو او پياوړتيا پروژه، په کابل رواني روغتون کې د خدماتو وړاندې کولو پروژه، د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو د برېښنا دستګاو د حفظ او مراقبت پروژو لومړۍ برخه، د زابل ولايت د اسلامي زده کړو ليليو اعاشوي مواد او د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رياست اعاشوي مواد په تاييد شوو مواردو کې شامل دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې د تدارکاتو بهير او د قراردادونو په ورکړه کې قانوني معيارونه، اقتصادي بيه، کيفيت او شفافيت مطرح دي او د قراردادونو انحصار، چې پخوا مروج و، د منلو وړ نه دى.
د هغه په وينا، واليان او ولايتي ادارې بايد د تدارکاتو قانون د تطبيق په لاره کې په جدي ډول عمل او منظور شوو بودجو ته په پام مصرف وکړي.


