د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د مرکزي حکومت له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د وروستۍ چاودنې له یو شمیر وژل شويو او ټپیانو له کورنیو سره د څلور مليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار والي په په وړاندیز او د مرکزي ادارې په منظورۍ یې د وژل شويو له کورنیو سره سل- سل زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنیو سره پنځوس- پنځوس زره افغانۍ مرسته كړې ده. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د مرکزي حکومت له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د وروستۍ چاودنې له یو شمیر وژل شويو او ټپیانو له کورنیو سره د څلور مليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار والي په په وړاندیز او د مرکزي ادارې په منظورۍ یې د وژل شويو له کورنیو سره سل- سل زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنیو سره پنځوس- پنځوس زره افغانۍ مرسته كړې ده.
سرچینه وایي، د دغو مرستو د ویش پر مهال د اجرائیه ریاست سلاکار اغاجان او ولايتي شورا رئیس هم حضور درلوده.
شاخوا دوه اوونۍ وړاندې د روداتو ولسوالۍ په حصارک مزینې سیمه کې د جمعې د لمانځه پرمهال د یوې چاودنې له امله درې لمونځ کوونکي ووژل شول او ۷۸ تنه نور ټپیان شوي وو.


