که څه هم افغانستان د پرمختيايي هېوادونو په کتار کې نه دی ولاړ، خو پرېمانه اوبه یې د ملي اقتصاد د پرمختيا له پاره ځانګړی ارزښت لري. دا هېواد د اوبو څلور لویې حوزې لري، خو په داسې شکل ترې ګټه نه ده پورته شوې چې په کور دننه مو د برېښنا او کرنې له اړخه پر ځان بسیا کړي. په تېرو وختونو کې افغان حکومتونو نه یوازې دا چې د خپلو اوبو د مهارولو له پاره کوم لوی کار نه دی کړی، بلکې له هغو هېوادونو سره یې له عاطفې کار اخستی چې له دې اوبو په وړیا ګټه پورته کوي. که څه هم افغانستان د پرمختيايي هېوادونو په کتار کې نه دی ولاړ، خو پرېمانه اوبه یې د ملي اقتصاد د پرمختيا له پاره ځانګړی ارزښت لري. دا هېواد د اوبو څلور لویې حوزې لري، خو په داسې شکل ترې ګټه نه ده پورته شوې چې په کور دننه مو د برېښنا او کرنې له اړخه پر ځان بسیا کړي. په تېرو وختونو کې افغان حکومتونو نه یوازې دا چې د خپلو اوبو د مهارولو له پاره کوم لوی کار نه دی کړی، بلکې له هغو هېوادونو سره یې له عاطفې کار اخستی چې له دې اوبو په وړیا ګټه پورته کوي.
د افغانستان د اوبو لومړنی قرارداد د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره د ۱۳۵۱لمریز کال د کب میاشتې په ۲۲مه د وخت صدراعظم محمدموسی شفیق او د ایران صدراعظم امیرعباس هویدا له خوا لاسلیک شوی دی. له دې قرارداد پرته بل هېڅ داسې سند نشته چې لـه ګاونــډیــو هېـوادونو سره زموږ د اوبو برخلیک معلوم کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د دې هوکړې له مخې ایران هر کال د هلمند له اوبو څخه ۸۱۷ملیون متره مکعبه اوبه چې د دې سیند ۱۴فیصده کېږي، پورته کوي. خو د قرارداد له مخې دومره اندازه اوبه هغه وخت د ایران حق ګرځي چې په اوسط ډول د هلمند په سیند کې هرکال ۵ملیارد او ۶۶۱ ملیون متر مکعبه اوبه موجودې وي.
د اوبو او برېښنا وزارت ویاندعبدالبصیرعظیمي وايي چې د هلمند په سیند کې د ایران حقابه په هره ثانیه کې ۲۲مترمکعبه ده، خو د حسن نیت او ګاونډیتوب له مخې ۴متر مکعبه نورې هم پرې اضافه شوي چې ټولې ۲۶متر مکعبه کېږي.((په قرارداد کې ویل شوي که چېرې په هلمند سیند کې اوبه کمېږي، ایران ته به هم کمې اوبه ورځي او که زیاتې وي، د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو حق نه لري.))
خو اوسمهال د قرارداد بر خلاف ایران ته د هلمند له سیند څخه څو چنده زیاتې اوبه ورځي. د هلمند سیند د اوبو د تنظیم ريیس انجنیر خاناقا کلید ته وویل، هلمند سیند اوسمهال یو ملیارد او ۳۰۰متر مکعبه اوبه لري چې له دې اوبو هره ثانیه نږدې ۵۰۰ متر مکعبه ایران ته روانې دي. که دا رقم په کال کې ضرب شي، ایران هر کال د هلمند له سیند څخه ۱۵ملیارده او ۵۵۲ ملیون متر مکعبه اوبه اخلي، حال دا چې د هوکړې له مخې باید هــرکـال ۸۱۷ ملیــون متــر مکـعبــه اوبـه ایـران ته ولاړې شي.
د هلمند سیند د اوبو د تنظیم ريیس وایي، که چېرې د کجکې پارچاوه جوړه شي او همدارنګه د روزګان په چارچینو کې د ګلنباغ او د کمالخان بند درېیم فاز ورغول شي، دوی کولای شي چې دا اوبه کنټرول کړي.
حکومت وایي، د کمالخان بند د درېیم فاز د ترمیم چارې داوطلبۍ ته وړاندې شوې دي چې ژر به یې پایله معلومه شي.
دوامداره لانجه
څېړونکی محسن امین د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر لانجې په یوه څېړنیزه مقاله کې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خپره شوې، خورا ډېرې په زړه پورې اشارې لري. امین د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکي: ((د هلمند په اوبو له هغه وخته شخړه پيل شوې چې په ١٨٥٧م کې افغانستان د ايران دولت په رسميت وپېژانده او په پاريس کې د هلمند د اوبو په اړه پرېکړې وشوې، خو په ١٨٧٣کال بيا شخړه راپورته شوه او انګلستان منځګړتوب وکړ، يو ځل بيا دا منځګړتوب په ١٩٠٢کال کې وشواو ايران ونهمانه. په ١٩٣٧کې هم له کمالخان وروسته د سيند اوبو د نيمايي کېدو پرېکړه وشوه چې دا پرېکړه هم پلې نه شوه. په ١٩٣٩کال په کابل کې په دې اړه هوکړهليک وشو چې افغان پارلمان يې له تصويب ډډه وکړه او دولت هم پلى نه کړ. په ١٩٥٠کې د چيلي، امريکا او کاناډا په منځګړتوب کمسيون پرېکړه وکړه چې هغه هم ايران ونهمنله، تر دې مهاله د ظاهرشاه او داوود خان هڅې د دې ستونزې په حل کې ناکامې پاتې شوې.))
محسن امین وړاندې لیکلي:((په ١٣٤٥لمریز کال د افغانستان جنوبي ولايتونو ته د برېښنا د ورکړې په خاطر د کجکي بند په جوړېدو سره، د ايراني لوري په زړه غڼې ګډې شوې او په افغان لوري يې فشار راوړ، تر دې چې په ۱۳۵۱کال کې د ايران صدراعظم اميرعبـاس هويــدا او افغــان صدراعظم محمدموسى شفيق تـر منـځ يــو تـړون لاسليک شو او له مخې يې وټاکل شوه چې د هلمند سيند د طغيان پر مهال ايران ته په ثانيه کې ٢٦متر مکعبه او د وچکالۍ پر مهال له يو متر مکعب څخه لږې اوبه لاړې شي.))
کومې اوبه چې ایران له هلمند سیند څخه پورته کوي بشپړې وړیا دي، ځکه د هلمند اوبو د قرارداد په هېڅ یوه ماده کې ایران مکلف شوی نه دی چې افغان لوري ته د اوبو په بدل کې څه ورکړي. خو لیکوال او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع بیا بل څه وايي. د نوموړي په خبره د ۱۳۵۱کال د کب په دوهویشتمه په کابل کې د هېواد صدراعظم موسی شفیق رسنیو ته وویل، د دې قرارداد له مخې به ایران افغانانو ته اجازه ورکوي چې بې له کومې مالیې او پیسو د بندر عباس له لارې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. هغه څه چې تر اوسه په عمل کې نه دي لیدل شوي.
ایران له هریرود سیند هم په کلني معیار خورا ډېره ګټه پورته کوي. د هریرود سیند د اوبو د تنظیم ريیس انجنیر بارز وايي، د هریرود په سیند کې ۳.۰۶ملیارد مترمکعبه اوبه شته چې یوازې له ۱.۳ملیارد متر مکعب څخه یې ګټه پورته کېږي او پاتې یې ایران ته بهېږي. د بارز په خبره، که چېرې په هریرود سیند له سلما بند پرته د تېر پل او کوزان بندونه هم جوړ شي، دوی کولای شي خپلې اوبه مهار کړي. بارز زیاتوي، همـدې ټکـو تــه پــه کتو حکومت دا دوه بندونه منظور او داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي. د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۷۵ملیارد متر مکعبه اوبه لري چې ۵۷ ملیارد مترمکعبه یې روانې او پاتې یې تر ځمکې لاندې دي، خو د دې اوبو دوه پر درېیمه برخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته بې له کوم تړون روانې دي.
له ایران پرته د افغانستان زیاتې اوبه چې پوره یوه حوزه تشکیلوي، پاکستان ته بهېږي. په کابل کې د اوبو د چارو کارپوه محسن امین وايي چې د دې اوبو جریان په یوه ثانیه کې ٦١١متر مکعبه دی. که دا اوبه په کلني ډول محاسبه شي، پاکستان هر کال ۱۹ملیارده، ۴ملیونه او ۵۴۴ زره مترمکعبه اوبه وړیا ترلاسه کوي.
د اوبو سرچینې
افغانستان د اوبو څلور لویې حوزې لري چې بېلابېل سیندونه په کې روان دي.
لومړۍ حوزه: د هندوکش د غرونو شمالي سيمه چې په هغه کې د امو سيند او د هغه مرستيالان سيندونه(کـوکچې، واخان او بدخشان او کندوز) شامل دي .
دويمه حوزه: د هندوکش د غرونو جنوبي سيمې چې په هغې کې د کابل سيند او د هغه مرستيالان (کونړ، الينګار، اليشنګ، پنجشېر او لوګر) سيندونه شامل دي .
درېیمه حوزه: د بابا د غره مرکزي او شمالي سيمې او د سفيد کوه د غره شمالي او جنوبي سيمې چې په هغې کې د (تاشقرغان (خلم) بلخاب (عشقاباد) د اندخوی ابسفيد(ميراباد) د مرغاب او هريرود) سيندونه شامل دي.
څلورمه حوزه: د بابا او سفيد کوه د غرونو جنوبي سيمې چې په هغې کې د (هلمند، ارغنداب، خاشرود، ادرسکن، ګودزېره، دچيګایي کوچنی سيند او د پشين لوره) سيندونه شامل دي .


