ads

حوثيانو د منصور هادي له ډلې سره بنديان تبادله كړي

د حوثي وسله والو او عبد ربه منصور هادي پلويانو ترمنځ په لومړي ځل د بنديانو تبادله وشوه.رپوټونه وايي، نږدې ۱۲۰ حوثي وسله وال د منصور هادي له ۷۶ بنديانو سره پرون تبادله شول.نړيوالو د بنديانو د تبادلې په برخه کې هيله ښودلې، چې دا چاره به په يمن کې دوه کلن کړکېچ ته د […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1395
حوثيانو د منصور هادي له ډلې سره بنديان تبادله كړي

د حوثي وسله والو او عبد ربه منصور هادي پلويانو ترمنځ په لومړي ځل د بنديانو تبادله وشوه.
رپوټونه وايي، نږدې ۱۲۰ حوثي وسله وال د منصور هادي له ۷۶ بنديانو سره پرون تبادله شول.
نړيوالو د بنديانو د تبادلې په برخه کې هيله ښودلې، چې دا چاره به په يمن کې دوه کلن کړکېچ ته د حل لار ولټوي او دواړه ښکېلې غاړې به د خبرو مېز ته راوبولي.
په يمن کې د تېر ميلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې د منصور هادي د پلويانو او حوثي شيعه وسله والو ترمنځ خونړيو نښتو کې له دواړو غاړو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا مهال د يمن مرکز صنعا په ګډون يو شمېر ولايتونه د حوثي وسله والو په ولکه کې دي، چې ايران يې ملاتړ کوي.
دغه راز د يمن عدن بندري ښار او يو شمېر نورې سيمې د منصور هادي پلويانو په کنټرول کې دي، چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA