رپوټونه وايي، د يمن حوثي وسله والو په الجوف سيمه کې د سعودي عربستان پر لسګونو کارګرانو توغندويي بريد کړى دى.
المنار خبري شبکې د حوثي وسله والو له قوله ويلي، چې د قاهر يو په نوم توغندي په توغولو يې يو شمېر سعودي کارګرانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
حوثي وسله والو ويلي، دا بريد يې وروسته له هغې کړى، چې سعودي پلوه ځواکونو د دوى پر مرکزونو بريد وکړ.
تراوسه په دغه بريد کې د وژل شوو کسانو کره شمېرې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په سيمه کې د سعودي عربستان يو شمېر موټرونه ليدل شوي، چې ټپيان يې انتقالول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ