د جمهور رئيس لومړي مرستیال په تورخم کې له پاکستانیو ملیشو سره په نښته کې د دریو شهیدو افغان سرحدي پولیسو له کورنیو سره ۱۵ زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.
دغه مرستې د جنرال عبدالرشید دوستم استازي او د مشرانو جرګې د منشي له لوري وویشل شوې.
د جمهور رئيس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له لوري په تورخم کې له پاکستانیو ملیشو سره په نښه کې د دریو افغان پوله ساتو شهیدانو له کورنیو سره د غمرازۍ په موخه ننګرهار ته استولي پلاوي د هر یوه شهید له کورنۍ سره د څلور نیم زره امریکایي ډالرو مرستې سربیره د پنځه سوه ډالرو په اندازه خوراکي توکو مرسته هم وویشله. د جمهور رئيس لومړي مرستیال په تورخم کې له پاکستانیو ملیشو سره په نښته کې د دریو شهیدو افغان سرحدي پولیسو له کورنیو سره ۱۵ زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.
دغه مرستې د جنرال عبدالرشید دوستم استازي او د مشرانو جرګې د منشي له لوري وویشل شوې.
د جمهور رئيس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له لوري په تورخم کې له پاکستانیو ملیشو سره په نښه کې د دریو افغان پوله ساتو شهیدانو له کورنیو سره د غمرازۍ په موخه ننګرهار ته استولي پلاوي د هر یوه شهید له کورنۍ سره د څلور نیم زره امریکایي ډالرو مرستې سربیره د پنځه سوه ډالرو په اندازه خوراکي توکو مرسته هم وویشله.
ددغه راغلي پلاوي مشري چې د مشرانو جرګې منشي کوله وویل، چې دوی د یادو شهیدانو له کورنیو سره د غمرازۍ ترڅنګ د دوی هر ډول ستونزې د حل په موخه ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې بیا د تورخم په نښته کې د شهیدو شویو سرحدي پولیسو د کورنیو غړو د یادې مرستې له امله له جمهوري رياسته مننه وکړه.
بلخوا د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې له یادو کورنیو سره د قبایلو او قومونو چارو وزارت سلاکار حمیدالله خیبر له لوري هم هرې کورنۍ سره د دوه زرو ډالرو مرسته وشوه.


