د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې برید له امله څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د اچین ولسوالۍ په (ګیرو) سیمه کې تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکې په یو هوايي برید کې د داعش وسله والو څلور غړي ووژل شول.
په خبر پاڼه کې د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد له قوله ویل شوي، چې په دغه برید کې نور چاته هیڅ زیان نه دی اوښتي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ