ads

وسله والو د ولسي جرګې د يو غړي اقبال ساپي، ساتونكى وژلى

نامعلومه وسله والو بېګا شپه، د ولسي جرګې د يو وكيل اقبال ساپي يو ساتونكى د كاپيسا په محمود راقي كې په ډزو وژلى دى.د كاپيسا د والي وياند كليد ته وويل، په ولسي جرګه كې د كاپيسا د خلكو استازي حاجي اقبال ساپي يو ساتونكى داوود شاه بيګا شپه په محمود راقي ښار كې […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1395
وسله والو د ولسي جرګې د يو غړي اقبال ساپي، ساتونكى وژلى

نامعلومه وسله والو بېګا شپه، د ولسي جرګې د يو وكيل اقبال ساپي يو ساتونكى د كاپيسا په محمود راقي كې په ډزو وژلى دى.
د كاپيسا د والي وياند كليد ته وويل، په ولسي جرګه كې د كاپيسا د خلكو استازي حاجي اقبال ساپي يو ساتونكى داوود شاه بيګا شپه په محمود راقي ښار كې په شخصي كار پسې وتلى و چې وسله والو پرې ډزې كړې دي.
د نوموړي په خبره وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي خو په اړه يې د پوليسو څېړنې هم روانې دي نامعلومه وسله والو بېګا شپه، د ولسي جرګې د يو وكيل اقبال ساپي يو ساتونكى د كاپيسا په محمود راقي كې په ډزو وژلى دى.
د كاپيسا د والي وياند كليد ته وويل، په ولسي جرګه كې د كاپيسا د خلكو استازي حاجي اقبال ساپي يو ساتونكى داوود شاه بيګا شپه په محمود راقي ښار كې په شخصي كار پسې وتلى و چې وسله والو پرې ډزې كړې دي.
د نوموړي په خبره وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي خو په اړه يې د پوليسو څېړنې هم روانې دي: (( داوود شاه د امام الدين زوى او د حاجي محمد اقبال ساپي ساتونكى و، بيګا اته نيمې بجې وسله والو د كلاشنكوف په ډزو وژلى دى، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.))
دا لومړی ځل دی چې په کاپیسا کې د د ولسي جرګې د يو وكيل ساتونکى د نامعلومو کسانو له خوا وژل  کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA