ads

كليفورنيا او نيو مكسيكو كې د ځنګل اورلګېدنې درانه زيانونه اړولي

رپوټونه وايي، د امريکا د کلفورنيا او نيو مکسيکو ايالتونو په ځنګلونو کې لګېدلى اور له کنټروله وتلى او سلګونه کورنيو ته له شاوخوا سيمو د وتلو امر شوى دى.امريکايي چارواکي وايي، چې په کلفورنيا ايالت کې له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې لګېدلى اور تراوسه نه دى مړ شوى او د سختې ګرمۍ او باد […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1395
كليفورنيا او نيو مكسيكو كې د ځنګل اورلګېدنې درانه زيانونه اړولي

رپوټونه وايي، د امريکا د کلفورنيا او نيو مکسيکو ايالتونو په ځنګلونو کې لګېدلى اور له کنټروله وتلى او سلګونه کورنيو ته له شاوخوا سيمو د وتلو امر شوى دى.
امريکايي چارواکي وايي، چې په کلفورنيا ايالت کې له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې لګېدلى اور تراوسه نه دى مړ شوى او د سختې ګرمۍ او باد له كبله څوارلس سوه هکټاره ځمکه د اور د لمبو ښکار شوې ده.
د ممکنه ګواښ له كبله ژغورونکو څلور سوه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړې دي او يوه لويه لار هم د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده. رپوټونه وايي، د امريکا د کلفورنيا او نيو مکسيکو ايالتونو په ځنګلونو کې لګېدلى اور له کنټروله وتلى او سلګونه کورنيو ته له شاوخوا سيمو د وتلو امر شوى دى.
امريکايي چارواکي وايي، چې په کلفورنيا ايالت کې له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې لګېدلى اور تراوسه نه دى مړ شوى او د سختې ګرمۍ او باد له كبله څوارلس سوه هکټاره ځمکه د اور د لمبو ښکار شوې ده.
د ممکنه ګواښ له كبله ژغورونکو څلور سوه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړې دي او يوه لويه لار هم د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
نږدې ۱۲۰۰ تنه اور وژونكي د پرمختللو وسايلو په مټ بوخت دي، چې اور په کابو کې راولي.
بلخوا د نيو مکسيکو ايالت په ځنګلونو کې لګېدلي اور نږدې ۱۶ هکټاره ځمکه زيانمنه کړې ده او د خپرېدو په حال کې دى.
د دغه ايالت والي بېړنى حالت اعلان او ځواکونو ته يې د تيارسئ امر کړى دى.
له دې ايالت څخه هم ۲۰۰ کسان خوندي سيمو ته انتقال کړاى شوي دي.
په دې موسم کې ډېر کله د امريکا د يو شمېر ايالتونو په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کېږي، چې تر دې وړاندې يې هم ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA