د غزني امنيتي چارواكي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو، د افغان ځواكونو په ځمكنيو عملياتو او نښتو كې ۲۶ وسله وال او دوه پوليس وژل شوي، خو درې تنه ژوندي نيول شوي دي.
د غزني د امنيه قومدانۍ د امنيت آمر سمونمل اسدالله شجاعي نن يوې خبرې غونډې ته وويل، تېره ورځ غزني ښار ته څېرمه حسن اباد كې له وسله والو سره د پوليسو په نښته كې ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان شوي دي.
همدا راز د شجاعي په خبره تېر ماښام اووه نيمې بجې د غزني ښار د دوهمې حوزې اړوندو كې پر يو ملكي وګړي دوه بريد كوونكي د پوليسو لخوا وژل شوي، خو پرون غرمه مهال بيا د خاك غريبان په سيمه كې وسله والو دوه پوليس وژلي چې په تړاو يې درې تنه له يو ميل تمانچې سره نيول شوي دي.

شجاعي د يوې بلې پېښې د جزياتو په اړه وويل، د غزني په آب بند او قره باغ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په بې پېلوټه بريدونو كې هم اته وسله وال وژل شوي دي.
شجاعي زياته كړه بيګا ماښام شپږ نيمې بجې يو ځانمرګى بريدګر هم د اندړو په شاخوګ سيمه كې د پوليسو پر يوه پوسته له بريد مخكې د امنيتي كسانو لخوا په نښه شوى او وژل شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو لا تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ