ads

عراقي ځواکونو له داعشه د فلوجې ښار بېرته ونيو

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي په فلوجه کې د داعش په ضد تر څلورو اونيو سختې جګړې وروسته د بريا اعلان کړى دى.نوموړي پرون په دولتي ټلويزيون کې د خبرو په مهال ويلي، چې امنيتي ځواکونو د فلوجې ښار مرکزي برخې نيولي او په څو ساعتونو کې به يې شاوخوا سيمې هم له داعش […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1395
عراقي ځواکونو له داعشه د فلوجې ښار بېرته ونيو

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي په فلوجه کې د داعش په ضد تر څلورو اونيو سختې جګړې وروسته د بريا اعلان کړى دى.
نوموړي پرون په دولتي ټلويزيون کې د خبرو په مهال ويلي، چې امنيتي ځواکونو د فلوجې ښار مرکزي برخې نيولي او په څو ساعتونو کې به يې شاوخوا سيمې هم له داعش وسله والو پاکې کړي.
په ورته وخت کې د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو ويلي، چې لا هم په فلوجه کې ځينې سيمې د داعش په کنټرول کې دي او د بشپړ نيولو لپاره يې وخت ته اړتيا شته. د عراق لومړي وزير حيدر العبادي په فلوجه کې د داعش په ضد تر څلورو اونيو سختې جګړې وروسته د بريا اعلان کړى دى.
نوموړي پرون په دولتي ټلويزيون کې د خبرو په مهال ويلي، چې امنيتي ځواکونو د فلوجې ښار مرکزي برخې نيولي او په څو ساعتونو کې به يې شاوخوا سيمې هم له داعش وسله والو پاکې کړي.
په ورته وخت کې د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو ويلي، چې لا هم په فلوجه کې ځينې سيمې د داعش په کنټرول کې دي او د بشپړ نيولو لپاره يې وخت ته اړتيا شته.
په عراق کې د مرسته کوونکو ادارو چارواکي وايي، چې د فلوجې د جګړې له كبله کابو ۵۳ زره کسان بې کوره شوي دي.
عراقي چارواکو دغه راز ويلي، چې سلګونو داعش وسله والو د ملکيانو په منځ کې له ښار څخه پښې سپکې کړې دي.
فلوجه په ۲۰۱۴ کال کې داعش وسله والې ډلې پخپله ولکه کې راوستې وه او مهم مرکز يې بلل کېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA