ads

د شېرزادو ولسوالۍ قومونو د تورخم دفاع ته ۴ زره وسله وال ځوانان چمتو كړي

د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې د یو قومي تړون له مخې شاوخوا ۴ زره ځوانان د تورخم په مسئله کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مسلح شوي دي.دوی وايي، که پاکستاني ځواکونه بیا په دغه سیمه کې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي؛ نو د ولایتي ادارې په امر د سر قربانۍ ته هم […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1395
د شېرزادو ولسوالۍ قومونو د تورخم دفاع ته ۴ زره وسله وال ځوانان چمتو كړي

د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې د یو قومي تړون له مخې شاوخوا ۴ زره ځوانان د تورخم په مسئله کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مسلح شوي دي.
دوی وايي، که پاکستاني ځواکونه بیا په دغه سیمه کې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي؛ نو د ولایتي ادارې په امر د سر قربانۍ ته هم حاضر دي.
تورخم کې شاوخوا اوونۍ وړاندې هغه مهال چې پاکستانیو ځواکونو په سیمه کې د دروازې جوړولو نیت درلود او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله، څو ځله د دواړو لورو ترمنځ درنه جګړه وشوه.

د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي جعفر کلید ته وویل، چې د (کودي خیلو) قومي مشرانو په هلو ځلو یې د دغه قوم شاوخوا ۴ زره ځوانان دې ته چمتو کړي، چې د پاکستان پر وړاندې د تورخم په مسئله کې وجنګیږي.
دی وايي، که ولایتي اداره ورته امر وکړي؛ نو دوی حاضر دي، چې په هماغه ساعت کې ځان په شخصي لګښت او خپلو وسلو تر تورخمه ورسوي: (( موږ ټولو په يو غږ دا پرېكړه وكړه چې موږ به د دولت په چوكاټ كې له خپل وطنه خپل سر او وينه قربانوو، موږ په دې فخر كوو چې د خپل وطن په شهيدانو كې حساب شو.))
د شېرزادو ولسوال معلم معشوق هم تایید کړه، چې د کودي خیلو قوم یو شمېر مشران ورغلي او د خپلو شاوخوا څلور زره ځوانانو د مسلح کولو موضوع یې ورسره شریکه کړې ده: (( د كودي خېلو د قوم درې څلور زره نفرو له دوه ورځو راهيسې د افغانستان د حريم د ساتلو په خاطر خپل بشپړ ملاتړ له دولته څرګند كړى دى، دوى حاضر دي چې د وسله والو قواو په چوكاټ كې د دولت تر رهبرۍ لاندې دفاع وكړي.))
د یادولو وړه ده، چې د تورخم په مسئله کې د ختيځو ولایتونو د ډېرو سیمو خلکو د دغې جګړې لپاره د ځان چمتووالی په انفرادي ډول څرګند کړی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دومره لویه کچه د یوې سیمې ځوانان په مسلح ډول له خاورې دفاع ته خپل چمتووالی اعلانوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA