ads

د تورخم دروازه د مساپرو پر مخ خلاصه شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تر یوې اوونۍ ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه.دغه دروازه شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هغه مهال چې پاکستانیو ځواکونو په سیمه کې د دروازې جوړولو نیت درلود او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله، د دواړو لورو ترمنځ تر جګړو […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1395
د تورخم دروازه د مساپرو پر مخ خلاصه شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تر یوې اوونۍ ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه.
دغه دروازه شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هغه مهال چې پاکستانیو ځواکونو په سیمه کې د دروازې جوړولو نیت درلود او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله، د دواړو لورو ترمنځ تر جګړو وروسته وتړل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، تېره شپه په سیمه ییزه کچه د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته نن سهار اته بجې د تورخم  دروازه دواړو لوريو ته د مسافرو او لویو موټرو پرمخ خلاصه شوه. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تر یوې اوونۍ ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه.
دغه دروازه شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هغه مهال چې پاکستانیو ځواکونو په سیمه کې د دروازې جوړولو نیت درلود او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله، د دواړو لورو ترمنځ تر جګړو وروسته وتړل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، تېره شپه په سیمه ییزه کچه د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته نن سهار اته بجې د تورخم  دروازه دواړو لوريو ته د مسافرو او لویو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
خوږیاڼی وایي، په دغه لاره هغه مسافر تګ راتګ کولی شي، چې قانوني اسناد ولري.
د والي ویاند په دې اړه د نورو جزیاتو نه درلودو خبره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دایمي حل لپاره یې د حکومتونو په کچه خبرې روانې دي.
په همدې حال کې په تورخم سرحدي ښارګوټې کې یو هټۍ وال جاوید شینا کلید ته وویل، چې نن سهار دغه لاره د مسافرو تګ راتګ پرمخ خلاصه شوې ده.
د تورخم دروازه په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې دغلته د پاکستانیو پوله ساتو له لوري د تاسیساتو جوړیدو په سر دواړو لوريو څو ځلې نښتې وکړې، چې پرمهال یې دواړو خواو ته درانه تلفات واوښتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA